شعـــــرونه

د کجلو سوداګر

عرفان الله عرفاني
سترګې مې سوځي د کجلو سوداګرنه راځي
کلي ته بيا د زېړو ګلو سوداګرنه ارځي

ورځينې اخلمه ټکری د ګران وطن ناوې ته
د ور ېښمين شال او د بخملو سوداګر نه راځي

خزان وهلی يم غوټۍ د پسرلي لټوم
بار په نرګسو د سنځلو سوداګر نه راځي

چې بار په شابه ګر ځېده زموږ د چم کوڅو کې
اوس چېرته تللی د شفتلو سوداګر نه راځي

مخکې به يې مونږه ته راوړل د ترنم شعرونه
عرفاني ولې د غزلو سوداګرنه راځي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x