شعـــــرونه

ها د عزم لوړ – لوړ څلي

عبدالاحد حماد
مجاهده خدای دي مل شه
خدای دي نور هم ښایسته کړه
ته وا زما په فرمایش یې خدای جوړ کړی
دا غزل غزل ځواني دې نظر مه شه
ستا تر برندو سترګو ځار شم
په دې ارزې چې سپوږمۍ درپسې مړه شي
چې غزل در پسې مات شي
چې شپیلۍ در پسې مړه شي
د فطرت په لورېینه لا بسیا شې
لکه زه ستا ته هم هسې رنګ زما شې
په رقیب دې د غضب لینده شه خښه
مقدس د شعار غږ دې غلی مه شه
زما د تورې حجرې یاره
عجیبه کمال دې وکړ
په ښایست دې زما زړه کړ دړې وړې
په غضب دې شوله سپینه ماڼۍ ورانه
*******
زیری . . . زیری
د ایمان زرینې غشي
چا لمرمخو ورولي
ارګ له قهره
ارګ له قهره
لکه کفر تور او شین دی
په بچو یې جوړ ناورین دی
لمرپلوې یاره مخ ته دې ګلونه
غځوه د رڼا مزي
لکه ستا د څڼو منځ کې
د تیارو په زړه کې لاره
خدای درکړی ښه تلقین دی
د بریښنا نیلی دې زین دی
تندریز هیبتي غږ دې
د خزان هډونه مات کړل
د آدم شمله ده لوړه
قیادت ته دې ملکو غاړه ایښې
د شیطان په لړمانه کې اور بلیږي
ته خوږه د تکبیره کړیکه
زه دې ژبه د ګړنګ شم
دغه زړه مې په واک نه د ی
نه چې ستا په لور در ړنګ شم
د رحمان بابا په قول :
ملنګي د یار په در کې پیغور نده
اجازه ده !
چې زه ستا د در ملنګ شم !؟
********
غنمرنګه ، غنمرنګه !
له غنمه ده راپېښه
د غنم کیسه به پریږدو
نه چې بیا بیا زړونه بایلو
جنت هم درپسې پریږدو
د نیمګړې دنیاګۍ کیسه راواخله
بس د هغې ښاپیرۍ کیسه راواخله
د واده په لومړۍ ورځ چې
ځناورو کړه په نښه
چې پرهر یې په باچا پسې خندله
چې یې شونډې د زړګي په وینو سرې وې
چې یي سترګې په رڼو اوښکو لمدې وې
چې ملکو ی جنازه په اوږو بار کړه
چې ترې پاته شوو یو څو مهم سوالونه
زه رښتیا وم دهشتګره ؟
اې د غرب بشر پالانو!
زه حصه د بشر نه وم ؟
ښځینه حقوق غوښتونکو !
زما حق د ژوندون نه و؟
ها قرآن چې د حمزه وینې ترې ځار شوې
چې رخسار د پیغمبر پرې شهید شوی
ها د خدای خوږې خبرې
چې ملکې به صف صف ورسره تللې
چې یي ښځو ته ژوندون دی وربښلی
په رخسار کې د عثمان د وینو رنګ و
چې بشر ته یې سکون دی وربښلی
ولې م وویشت په ګولیو ؟
ولې مو سرې لمبې ترې تاو کړې ؟
ولې مو کیښود انسانیت ته د پای ټکی ؟
ګنګوړه ژبې مو پرې شه
ولې ګونګ یاست شیطانانو
ها زما سکني وروڼه
هاغه ستی د سترګو خلي
ها د عزم لوړ لوړ څلي
راته وایه ها به څرنګه قانع کړئ
دا منې ؟
چې د قرآن شهیدې پاڼې به کړي هیرې
دا منې چې زما وینې به کړي هدر
نه نه
نه
د ایمان په تیغ به ژبې درنه پرې کړي
کلیسا به مو ګونګۍ شي
د ناقوس غږ به شي غلی
د جومات له مینارو به رُشد خپریږي
********
غنمرنګه . . . غنمرنګه
په کیسه مې کړلې ستړی
غنمرنګه چې دا تیرې چارې وشي
غنمرنګه چې د هیلو غوټۍ وا شي
غنمرنګه چې مې زړه لږ
د زرګر په ګوتو جوړ شي
غنمرنګه چې رخسار دې
زما د زړه په وینو موړ شي
غنمرنګه بیا دې مینه په ما پور ده
غنمرنګه بیا دې مینه په ما پور ده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x