افغانستان

یو بهرنی عسکر وژل شوی، او د ملي اردو هم دوه عسکر مړه، دوه ټپیان شوي دي

carries his wounded colleagueنن ټکی آسیا: د افغانستان د ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چي د امنیتي دندو د ترسره کولو په مهال د هلمند ولایت د ګریشک ولسوالۍ په یوه اړونده سیمه کې د ملي اردو دوه تنه عسکر مړه او یو ټپی شو.

همدا راز په خبرپاڼه کې راغلي چي د پنجوايي په ولسوالۍ کې هم یو تن عسکر ټپی شو.

د بلي خوا نن د ایساف د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چي نن د افغانستان په جنوبي برخه کې د غیر جنګي پيښه کې د ایساف یوه ټپي شوي عسکر خپل ژوند له لاسه ورکړ.

په خبرپاڼه کې د عسکر د وژل کیدو دقیق ځای او د هغه هویت نه دی څرګند شوی.

تیره ورځ د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې دوه البانوي عسکر د افغاني پولیس په ډزو ووژل شول، او یو بل ټپي شو.

باید وویل شي چي د رواني میاشتي له پیل څخه تر اوسه د بهرنیانو له خوا د ۱۷ تنه بهرنيو عسکرو وژل کیدل اعلان شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x