افغانستان

د هرات له زندانه ۱۰۴ زندانيان خوشې شول

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۱۹مه ۱۳۹۴ل): د هرات له مرکزي زندانه ۱۰۴ ښځې او سړي زندانيان خوشې شول.
د هرات ولایت څارنوالۍ رييس سميع الدين رهين وايي، چې دغه کسان يې د ولسمشر اشرف غني د غويي د اومې په مناسبت د ځانګړي فرمان له مخې خوشې کړي دي.

ښاغلی رهين زياتوي، چې پنځه سوه نور کسان هم په ليست کې نيول شوي، چې د بند موده يې راکمه او يا هم خوشې شي.

د رهين په وينا په دغو خوشې بنديانو کې يې ۱۲ تنه ښځې وې، چې د بېلابېلو جرمونو له امله په زندان کې بنديانې وې او د اشرف د بښنې فرمان له مخې خوشې شوې.

د هرات زندان رييس عبدالله عزيزي رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې په خوشې شوو ښځو کې اته داسې نجونې وې، چې عمرونه يې له اتلسو کالو کم و.

ښاغلی عزيزي وايي، چې د هرات مرکزي زندان کې شاوخوا درې زره ښځې او سړي بنديان دي، چې د بېلابېلو جرمونو په تور په زندان کې شپې ورځې تېروي او د شپږ سوو بنديانو په اړه د ولسمشر فرمان راغلی، چې د بند موده به يې راکمه شي.

د يادونې وړ ده، چې په خوشې شوو زندانيانو کې يوازې هغه کسان شامل دي، چې په جنايي او حقوقي جرمونو بنديان و او هغه زندانيان، چې جګړو کې د مخالفينو په تور نيول شوي، نه دي خوشې شوي.
په فرمانونو کې څوک ازاديږي؟

دا راز هغو افغانانو ته معلوم دی، چې د څرخي پله يا بل کوم زندان کې يې د کورنۍ کوم غړی يا دوست بندي وي او د ازادۍ په تمه يې شپې ورځې تېروي.

د بنديانو کورنۍ او دوستان وايي، چې څارنوالۍ، قاضيان او لوړپوړي چارواکي د خپلو کمېشن کارانو په واسطه له دوی په لوړه کچه رشوتونه غواړي، چې په بدل کې يې بندي ورته راخلاص کړي او هغه څوک، چې د چارواکو رشوتونه نه شي پوره کولای، نو د هغوی بنديان په کلونو کلونو د زندان تورو تمبو شا ته پراته وي.

بايد وويل شي، چې د ګډ حکومت په راتلو له سياسي بنديانو سره توکميز چلند پيل شوی او ولسمشر اشرف غني د پوځ د اعلی سر قوماندان په توګه امر کړی، چې د ملي اردو، پوليسو او اربکيانو د وژنې په تور نيول شوي کسان بايد له بنده خلاص نه شي.

له همدې امله نوموړي هغه زندانيان هم يو ځل بيا بګرام ته ولېږل، چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په وروستيو کې له بګرامه د ازادۍ په موخه څرخي پله زندان ته لېږدول شوي وو.

اشرف غني د څرخي زندانيانو ته ويلي و، چې د بنديانو دوسيې به دی په خپلې څاري، مګر د درې مياشتو په تېرېدو د اشرف غني وروستۍ پرېکړه دا شوه، له بګرامه څرخي پله ته د ازادۍ لپاره لېږدول شوي او له پنځو کالو زيات قيد لرونکي بنديان يې يو ځل بيا د بګرام امريکايي زندان ته ولېږدول.

د ګډ حکومت مشر وايي، چې دی به هېڅکله هغه بنديان خوشې نه کړي، چې د امنيتي ځواکونو او بهرنيو عسکرو د وژنې په تور نيول شوي وي.

د بګرام زندانيانو د دوسيو څېړونکي کميسيون مشر عبدالشکور دادرس رسنيو ته ويلي و، چې د بګرام ډېری زندانيان بې ګناه وو او له همدې امله يې د دغو زندانيانو د خوشې کولو پرېکړه کړې وه.

هغه مهال هم امريکايي چارواکو پر کرزي فشار راوړ، چې دغه بنديان بايد خوشې نه شي، مګر کرزي د امريکايانو فشار ته اهميت ور نه کړ او د دغو زندانيانو ډېری یې خوشې او ګڼ شمېر نور يې څرخي پله زندان ته ولېږل.

داسې ويل کيږي، چې اشرف غني د امريکايانو په امر دا پرېکړه کړې، چې پر بهرنيو او کورنيو عسکرو د بريدونو او چاودنو په تور نيول شوي بنديان بايد بګرام زندان ته ولېږدول شي او او د دغو بنديانو ګڼ شمېر زندانيان به يو ځل بيا د بګرام «تور زندان» ته لېږدول کيږي.

د عبدالشکور دادرس په وينا یوه امریکایي قاضي هم په بګرام کې د تور زندان پر شتون اعتراف کړی دی.

دادرس زیاتوي چې د استیناف دغه قاضي منلې چې امریکايي ځواکونه د بګرام په دغه برخه کې له بندیانو سره ناوړه چلند کوي، هغوی ډبوي او شګنجه کوي. دادرس وایي خوشو شویو بندیانو ورته ویلي چې؛ امریکایي ځواکونه په بګرام کې په تور زندان کې بندیان په سخت حالت او تپه تیاره کې ساتي.

اشرف غني دا پرېکړه په داسې حال کې کړې، چې په رسنيو او خپلو مجلسونو کې افغانستان کې د سولې او پخلاينې خبرې کوي او په عمل کې د طالبانو او شکمنو مخالفينو پر ضد د قوي عملياتو او څار په لټه کې دی.
د څارونکو په اند د ګډ حکومت د مشر پرېکړې د امريکا په لارښوونه تر سره کيږي او د سولې له شعاره يې يوازنی هدف د طالبانو وېشل او ګډ حکومت ته تسليمول دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x