د وينې وژونکې «تهليسيميا» ناروغۍ درملنه ممکن شوه

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۱۹مه ۱۳۹۴ل): د پاکستان کراچۍ کې وينې ناروغيو انسټيټيوټ «نيشنل انسټيټيوټ آف بلډ ډيزيز» په لومړي ځل داسې درمل تجربه کړي، چې له خوراک سره يې په تليسيميا اخته ناروغانو بدونونو کې وينې جوړيدل پيليږي.

تيليسيميا يوه وينه وژونکې ناروغي ده، چې له امله يې د انسان بدن وينه نه جوړوي او تر اوسه يې علاج تقريبا ناممکن و.

د تيليسيميا يوازنی علاج د بندونو « bone marrow » اوږد مهالی عمليات و، چې شاوخوا پنځوس زره امريکايي ډالر لګښت پرې راځي، مګر د پاکستان د وينې ناروغيو د څېړنې انسټيټيوټ په لومړي ځل داسې درمل تجربه کړي، چې خوراک سره يې د انسان بدن وينه جوړوي.

د وينې د ناروغيو متخصص ډاکټر طاهر شمسي په مشرۍ کې ډاکټر ثاقب انصاري په خپله تازه څېړنه کې څرګنده کړې، چې هايډروک سي يوريا Hydroxyurea درمل خوړلو سره په تيليسميا اخته ناروغانو انسانانو بدنونو کې د وينې جوړيدو بهير بيا پيليږي .

په تيليسيميا اخته ناروغان مياشت کې دوه ځله وينه تېروي او د وينې تېرولو دغه پروسه ډېر جانبي عوارض هم لري.

څېړنه کې ويل شوي، چې د پاکستان په لر و بر کې يې تر اوسه دغه درمل په شاوخوا درې زره ناروغانو تجربه شوي، چې نتيجه کې يې د دغو ناروغانو بدنونو کې د وينې جوړيدو بهير پيل شوی دی.

ډاکټر طاهر شمسي وايي، چې ډاکټر ثاقب او نورو ډاکټرانو سره په ګډه يې ۲۰۰۲ ز کال راهيسې يې د تيليسيميا پر درملو څېړنې پيل کړې وې، چې د تېر ۲۰۱۴ په پای کې پر دې بريالي شول، چې د تيليسيميا ناروغانو لپاره داسې درمل جوړ کړي، چې بدن يې وينه جوړول پيل کړي.

د وينې ناروغيو متخصص ډاکټر طاهر شمسي وايي، چې يوازې پاکستان کې پر تيليسيميا د اخته ناروغانو شمېر له سل زرو زيات دی او دغه ناروغان، چې د مياشتې دوه ځله وينه تېروي او نور درمل خوري هر کال يې شاوخوا دوه لکه پنځه اتيا زره کلدارې لګښت پرې راځي.

د ډاکټر شمسي په وينا د هايډروک سي يوريا استعمال سره څلويښت سلنه ناروغانو کې د وينې جوړيدو بهير پيل شوی دی.

ډاکټران وايي، چې تر اوسه د يادو درملو په برکت د تيليسيميا دوه زره ناروغ ماشومان د وينې له تېريدو بې غمه شوي او د ميلياردونو روپيو تر څنګ د وينې پنځه لکه خلتو سپما راغلې ده.

د دې تر څنګ يوه مهمه خبره دا ده، چې د وينې تېرېدو سره انسان کې د نورو ناروغيو تر څنګ پر زيړي، ايډز او ګڼو نورو ناروغيو اخته کيږي او د نوو درملو په برکت انسان له دغو پېښېدونکو ناروغيو هم ژغورل کيږي.

طبي کارپوهانو د کراچۍ د وينې ناروغيو د څېړنې ادارې «نيشنل انسټيټيوټ اف بلډ ډيزيز» هڅې ستايلي او هيله يې څرګنده کړې، چې د يادې ادارې په هڅو پاکستان او سيمه ييزو هېوادونو کې د وينې وژونکې ناروغيو مخنيوی ممکن دی.

د يادونې وړ ده، چې تيليسيميا وينه وژونکې ناروغي ميراثي ده، چې له مور يا پلاره اولادونو ته هم انتقاليږي او ډاکټران وايي، چې خلک بايد خپلو خپلوانو کې له واده کولو ډډه وکړي، ځکه چې که يوازې خاوند يا ښځه کې دا ناروغي وي، نو اولاد کې به يې اغېز لږ وي او که خاوند او ښځې دواړو کې دا ناروغي وي، نو اولاد کې به دغه ناروغه دوه چنده زياته وي.

تر اوسه هم افغانستان کې د تيليسيميا وينې وژونکې ناروغۍ د مخنيوي لپاره هېڅ ګام نه دی اخيستل شوی او دغه ناروغي په ډېره چټکتيا په هېواد کې خپريږي.

د داخله او وينې ناروغيو متخصص ډاکټر خالد اعظم نن ټکی اسيا سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د تيليسيميا د مخنيوي لپاره ښه چاره دا ده، چې په تيليسيميا اخته ناروغان بايد واده ونه کړي او دا قانون بايد تصويب شي، چې له واده وړاندې هلک او جلکۍ تيليسيما لپاره وينه معاينه کړي او که چا کې دغه ناروغي وموندل شي، نو بايد واده ونه کړي.
ډاکټر خالد اعظم زياتوي، چې د قبرص چارواکو خپل هېواد کې دغه تجربه عملي کړه او د يو شمېر ځوانانو او پيغلو له ودونو په منعه کېدو يې دغه هېواد کې د تيليسيميا مخه ونيوله.

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ذاکر سافی
میلمه
ذاکر سافی

دا خو به ډیر ښه وی ځکه زموږ خپلوان کی یوه کوچنی ماشومه ده هغه وینه نه شی جوړوی هره میاشت ورته وینه ورکوی او ډاکټرانو اټکل سره ویلی و چه دا جینی به تر دیارلس کلنی پوری ژوندی وی نور ددی ژوند امکان نشته الله دی وکړی چه دغه درمل کی الله شفا ورکړی او ټول مریضان پری ښه شی ځکه دغی جلکی مورکی ورته په ډیر تشویش کی ده

غوربندي
میلمه
غوربندي

کاش چې ددې ناروغی په اسبابو مو هم یو څه رڼا اچولې وای. زما د معلوماتو له مخې د دغې وژونکې ناروغی یو له اساسي اسبابو څخه په خپله هغه ډاکټران دي چې جزیي/عادي بیمارانو ته د لوړ دوز یا هم ډېرو قوي انتي-بایوتیکو د استعمال توصیه کوي. زمونږ په هیواد کې د قانون نشتوالی او د صحت عامې له خوا عدم مراقبت ددې سبب شوی ده چې د اکثرو ډاکټرصیبانو په خدمت کې د ژغورنې/تداوی په نسبت د بیمارانو حتمي هلاکت/مرګ شامل دی. که دقیقه سروې وشي نو کیدای شي چې د ملکي تلفاتو په شمیر کې د ډاکټر… نور لوستل »

یوسف خان امرخیل
میلمه
یوسف خان امرخیل

ډیر په زړه پوری خبر خدای ج دوکړی چی دغه درمل افغانستان ته هم راورسیږی او خلک له دغی ناروغی څخه دتل لپار وژغورل شی .

یوه هیله کوو چی ددغی روغتون دایمیل ادرس ، تیلفون شماره ، ویب سایټ اویا هم نورداسی معلومات چی مونږوکولی شو ورسره اړیکه ونیسو تر څو دخپلو ناروغانو درملنه وکړو.
مننه دغوره معلوماتو نه

نا پيژاند
میلمه
نا پيژاند

وروره که چیرته تاسو موږ ته پوره معلومات راکړۍ نو دلته ډیر بي وزله او غریب خلک دي مونږ به له هغوی سره همکاري ورکړو چې لاره ورته وښایو
که تاسو یو مهربانې وکړۍ او ایمل ارس او ټلیفو شمیره د ډاکټر صیب او یايي ټلیفون شمیره راکولیږۍ نو ډیر به ښه وي