شعـــــرونه

په قرآن ننګ

protest-erupts-for-quran-in-afghanistan

پر سپین قرآن بلې لمبې دي ، یهودیان یې سوځي

ستاسو پرضد مسلمانانو انګریزان یې سوځي

چې په قرآن غیرت ونه کړي نو ایمان نه لري

ورځ دمحشر کې به ځواب درب منان نه لري

ستاسو لارښود ستاسو کتاب دی صلیبیان یې سوځي 

لا دلته ګرځي کافران په وطنو کې زموږ

په کور او کلي  په قریو په دښتو غرو کې زموږ

داچې ځان بولي حاکمان همدا کسان یې سوځي

مظاهرو سره نه کیږي ، جنګ ته ملاوتړئ

دمرګ ګوزار ته دا بچي داوباما وتړئ

 داچې راغلي په یرغل دي ظالمان یې سوځي

چې دالله قرآن سوزیږي  نوژوندون څه کوو

داسې حاکم داسې نظام زار او زبون څه کوو

امریکایان  برتانویان دي په اعلان یې سوځي

پر دې قرآن باندې قربان شول اصحابان  درسول

هم په احد کې شول غاښونه شهیدان درسول

احمدي دا دخدای کلام دی ، دښمنان یې سوځي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x