ټکنالوژي

مایکروسافټ له وینډوز ۱۰ وروسته نور اپریټنګ سیسټم نه جوړوي

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۱۹مه ۱۳۹۴ل): د مایکروسافټ کمپنۍ یو مدیر د اګنیټ (Ignite) ټکنالوژي غونډې کې ویلي چې مایکروسافټ کمپنۍ به له وینډوز ۱۰ (Windows 10) وروسته نور اپریټنګ سیسټم نه جوړوي.

د مایکروسافټ د کاروکوونکو چارو مدیر وویل چې وینډوز ۱۰ به د مایکروسافټ کمپنۍ وروستۍ اپریټنګ سیسټم وي او له دې وروسته به وینډوز ۱۱ نه جوړوي.

مایکروسافټ کمپنۍ دغه مدیر همداراز وویل چې د نوی وینډوز وړاندې کولو پر ځای به وینډز ۱۰ د وخت له تیریدو سره لا هم پیاوړی کړي او نور اپشنونه به هم په کې زیاتوي.

هیره دې نه وي چې وینډوز ۱۰ د مایکروسافټ کمپنۍ وروستۍ هیله ده. له دې وړاندې د دغې کمپنۍ اپریټنګ سیسټم وینډوز ۸ (Windows 8) له سختې ماتې سره مخ شوی و.

د مایکروسافټ کمپنۍ دغه اپریټنګ سیسټم د کاروونکو له تود هرکلی سره مخ شوی او مایکروسافټ کمپنۍ هم د دغې وینډوز له وړاندې کولو مخکې د دې اپریټنګ سیسټم اپډیت کول پیل کړی کوم به چې په ۲۰۱۶ز کال کې کاروونکو ته وړاندې شي.

تر ټولو مهمه خبره دا ده چې وینډوز ۱۰ به د مایکروسافټ کمپنۍ وروستۍ اپریټنګ سیسټم وي او کیدی شي مایکروسافټ کمپنۍ خپل دغه اپریټنګ سیسټم نوم له وینډوز ۱۰ څخه یوازې وینډوز (Windows) ته بدل کړي.

مایکروسافټ کمپنۍ د وینډوز کاروونکو سره وعده وکړه چې له نوی اپریټنګ سیسټم وړاندې کولو پرته به همدغه وینډوز ۱۰ کې نوي اپشنونه کاروونکو ته وړاندې کړي.

د مایکروسافټ کمپنۍ دغه وروستۍ وینډوز ۱۰ به د روان زیږیدیز کال په جولايي میاشت کې کاروونکو ته وړاندې شي. د ځینې راپورونو پر بنسټ دغه وینډوز به د وینډوز ۷ او وینډوز ۸ کاروونکو ته په وړیا ډول وړاندې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x