
افغانستان
د سیمه ییزو ارګانونو د ادارې مشر کار پیل کړ
نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت له لوري د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته ور معرفي شوي، مشر نن خپل کار رسماً پيل کړ.
د ګډ حکومت مشر اشرف غني نن غلام جيلاني رسماً د دې ادارې مشر معرفي کړ او په کار يې پیل وکړ.
له ارګه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې پوپل د ګډ حکومت د مشر له لوري د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې معرفي شو.
غلام جيلاني پوپل چې د افغان ملت ګوند غړی دی، تر دې وړاندې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په واکمن کې هم د دې ادارې مشر پاتې شوی او هم د ګډ حکومت د کابینې په لومړي دور کې د ماليې وزارت نوماند وزیر او تر هغه وړندې د دې وزارت مرستيال پاتې شوی دی.
د سیمه ییزو ارګانونو اداره، د ګډ حکومت د سیمه ییزې حکومتوالۍ د پیاوړتيا، سمون او پرمختګ لپاره کار کوي.