افغانستان

فراه: طالبانو ګلستان ولسوالي محاصره کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): د فراه ولایت د ګلستان ولسوالي اوسېډونکي وايي چې له تېرې شپې راهیسې د دې ولسوالي ودانۍ او ور څېرمه امنیتي پوستې د طالبانو تر بریدونو لاندې دي چې لا هم دوام لري.

د دوي په خبره دولتي امنیتي مسوولین له طالبانو سره د پرلپسې جګړې توان نه لري، که مرسته ور ونه رسېږي ښايي ولسوالي د طالبانو لاس ته ولوېږي.

طالبانو هم پخپله خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې د تېرې شپې له دریو بجو راهیسې يې د یادې ولسواي پر ودانۍ او دفاعي پوستو بریدونه پیل کړي چې لا هم روان دي.

د دوی د خبرپاڼې له مخې تر اوسه يې د شاتوت او بغال کلي د دولتي عسکرو له واکه ویستلي او مخ پر وړاندې روان دي.

د فراه امنیتي مسوولینو د ولسي خلکو او طالبانو د دې څرګندونو اړوند تر اوسه څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې د فراه والي اصف ننګ رسنیو ته ویلي و، چې په فراه کې د طالبانو پرمختګ او دوامداره بریدونه اندېښموونکي دي.

طالبانو څو ورځې وړاندې هم ویلي و، چې د فراه مرکز ته څېرمه په سور شور او شمالګاه سیمو کې او همدارنګه يې د بالا بلوک په شيوان، کنج اباد او کراني سيمو کې د قومندان په ګډون ۳۲ عسکر وژلي او ۳۶ نور ټپیان کړي دي.

په ياد جګړه کې يې درې ټانګونه، څلور رينجر او یو سراچه ډول موټر د جګړې په اوږدو کې تخريب کړي او یو ټانګ يې له نیولو وروسته سوځولی دی.

پر دې سربېره طالبانو د دې ولایت په فراه رود ولسوالي کې هم د جګړې خبر ورکړی او ويلي يې دي چې د دې ولسوالي په بازار کې د ننه د دولتي دفاعي پوستو په له منځه وړلو بوخت دي.

ياده دې وي طالبانو د روانې میاشتې ـ غويي ـ پر څلورمه د عزم په نوم عمليات پیل کړ، چې د پوځي شنونکو په باور تر تېرو نورو عملياتو يې دا ګړندي او توند دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x