افغانستان

نيمروز کې د ملي اردو رينجر تښتول شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۱۹مه ۱۳۹۴ل): د نيمروز ولايت خاشرود ولسوالۍ کې د ملي اردو پر رينجر د بريد له امله يو عسکر وژل شوی او بل ټپي شو او بريدګرو يې رينجر له وسلو سره تښتولی دی.

د خاشرود ولسوال محمد هاشم افغان اسلامي اژانس سره په خپلو خبرو کې وويل، چې نن سهار لس نيمې بجې د خاشرود ولسوالۍ غورغوري سيمه کې طالبانو د ملي اردو پر عسکرو بريد کړی، چې يو يې وژلی او بل يې ټپي کړی او رينجر يې له وسلو سره تښتولی دی.

ولسوال دا نه دي ويلي، چې دغه تښتول شوي رينجر کې څومره وسله وه.

طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې طالبانو د تېرې شپې درې بجو راهيسې د فراه ولايت ګلستان ولسوالۍ په مرکز او دفاعي پوستو د سپکو او درنو وسلو بريدونه پيل کړي او جګړه تر اوسه هم روانه ده.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د دوی سرتېرو ولسوالۍ ته څېرمه بغال او شاتوت کلي نيولي او ولسوالۍ ته غزيدلې ټولې لارې يې تړلي دي.
د فراه ولايت چارواکو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده، چې د طالبانو له لوري د عز په نوم پسرلني عمليات د هېواد په لر و بر کې په ډېره چټکتيا روان دي او د سويلي او ختيځو ولايتونو تر څنګ په لومړي ځل د هېواد شمال بدخشان، کندز، بغلان، فارياب او ګڼو نورو ولايتونو کې يې د امنيتي ځواکونو ګڼې پوستې نيولي دي.
وروستي راپورونه وايي، چې د کندز والي عمر صافی د بېړنيو مرستو د راجلبولو په موخه پلازمېنه کابل ته راغلی دی.

د طالبانو سرتېرو د بدخشان او کندز تر څنګ بغلان ولايت کې هم پرمختګونه کړي دي.
د بغلان ولايت دهنه غوري ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې طالبانو د دهنه غوري او پلخمري ولسواليو ګڼې سيمې نيولي او نور هم د پرمختګ په حال کې دي.

د دهنه غوري يو قومي مشر د نوم نه ښودلو په شرط نن ټکی اسيا ته وويل، چې د بغلان امنيه قوماندان جنرال امرخېل د دهنه غوري، پلخمري او اندراب ولسواليو له اوسېدونکو غوښتي، چې امنيتي ځواکونه د طالبانو د بريدونو په مخنيوي کې پاتې راغلي او له ځايي خلکو يې وغوښتل، چې وسلو ته لاس کړي او طالبانو سره مقابله وجنګيږي.

ولسمشر اشرف غني تېره ورځ په خپلو څرګندونو کې وويل، چې د دوی عسکر په دفاعي حالت کې دي او مخالفين پر دوس بريدونه او چاودنې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مفتی زاده فاریابی

الحمدالله داسلام لشکر تل ده میلت دږغورولو په کوشش دی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x