سور صلیب: نا امنیو کارونه ځنډني کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): د سور صلیب نړیواله ټولنه وايي چې په هېواد کې وروستۍ نا امنۍ د دوی په مرسته رسونه کې د ځنډ او خنډ سبب ګرځېدلې دي.

په افغانستان کې د دې ټولنې مشرې مونيکا زره نیلی نن په پلازمېنه کابل کې په یوه خبري ناسته کې وویل چې په جنګ ځپلو سیمو کې د خلکو بې کوره کېدل، د ملکي وګړو زيانمنېدل هغه څه دي چې دوی ورته په اندېښنه کې دي، خو په خبره يې نشي کولی تر جنګ لاندې سیمو ته خپلې مرستې ورسوي.

هغه وايي چې که څه هم د دوی کاري ساحه جنګ ځپلې سیمې دي خو په وینا يې په دې وروستیو کې د دوی ځینې کارکوونکي وژل شوي يا هم تښتول شوي دي چې دوی يې له جدي ګواښ سره مخ کړي دي.

مونيکا د خپلو وژل شویو یا هم تښتول شویو همکارانو نومونه یاد نه کړل او نه يې هم وویل چې په کومو سیمو کې دغه پېښې شوې دي.

یاده دې وي سور صلیب چې د نړۍ په ګوټ ـ ګوټ کې د جګړه ځپلو سیمو له اوسېدونکو سره بشري مرسته کوي، په افغانستان کې هم پراخ فعاليت لري، چې د ګډ حکومت له پیل سره يې د دوی په خبره کارونه ځنډني شوي دي، چې دوی يې علت وروستۍ نا امنۍ په ګوته کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د