نړۍ

ټايمز اف انډيا: د هندوستان پوځ له شلو ورځو زيات جګړه نه شي کولای

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۱۹مه ۱۳۹۴ل): د هندوستان پوځ له شلو ورځو زياته جګړه نه شي کولای.

د هند پلازمېنې نوي ډيلي څخه خپرېدونکې ورځپاڼې «ټايمز اف انډيا» په خپله نننۍ ګڼه کې ليکلي، چې د هندوستان دفاع وزارت د وسلو او بارودو له سخت کمي سره مخ دی او د پېښېدونکې جګړې پر مهال له شلو ورځو زيات مقاومت نه شي کولای.

ټايمز اف انډيا ليکلي، چې هند له تېرو دېرشو کالو راهيسې جنګي الوتکې جوړوي، مګر اوس دا خبره څرګنده شوې، چې دغه هندي الوتکې په پوره توګه د جګړې او بمبارۍ وړتيا نه لري.

د وسلو د کمي پوره کېدو لپاره هند څلور کاله پرله پسې کار ته اړتيا لري، مګر هندي چارواکو د څلويښتو جګړه ييزو ورځو د تياري پاليسي هم له پامه غورځولې ده.

ټايمز اف انډيا د هندوستان دفاع وزارت سرچينو له قوله ليکلي، چې د وسلو او بارودو د کمښت له امله د هندوستان ۱۲ لکه عسکر له ستونزو سره مخ دي.

بل پلو د هندوستان پارلمان د دفاعي کميټې مشر پر دفاع وزارت نيوکه کوي، چې د هندوستان جنګي الوتکې يوازې پنځه دېرش سلنه کاري او تخنيکي وړتيا لري او د اوږد مهالو جګړو او بمباريو توان نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x