دکوټي نړیوال هوایی ډګر دالوتکوپرمخ تړل شوی دي

 

quettainternatioanl(نن ټکی اسیافبروري۲۰۱۲/۰۲/۲۲)کوټه: خبرکی کی راغلي چی دکوټي هوایی ډګر له هغه څخه وروسته دالوتکوپرمخ تړل شوي کله چی دتیري دوشنبي په ورځ دپاکستان دملکي هوایی چلند یوه بوینګ ۷۳۷ ‌ډوله الوتکو دکښیناستلوپروخت له حادثي سره مخ شوه، دغه بوینګ ۷۳۷ ډوله الوتکه دتیري دوشنبي په ماپښین دیوي بجی اودیرشو دقیقوپه شا اوخواکي هغه وخت له حادثي سره مخ شوه کله چی پرهوایی ډګرباندي دراکوزیدو په حال کی وه

دپاکستان دملکي هوایی ډګر تخنیکي ماهرینو ویلي چی الوتکه دراکوزیدوپروخت دمخامخ تیزي هوا دزیات فشارله امله توازن له لاسه ورکړ، اوپرهوایی ډګریی په ناسمه توګه ناستي وکړه چي له امله دالوتکي دواړه ټایرونه چاودیدلي او دالوتکي هغه ګیر چی دالوتکي دراکوزولو له لپاره استعمالیږي هم خراب شوي.
دغه پيښه چی تیره دوشنبه رامنځ ته شوه که څه هم په پیښه کی سورلیوته کوم ځاني زیان نه وو اوښتي خوپیښه ډیره خطرناکه اوویره وونکي وه، تراوسه دغه الوتکه پرهغه ځای باندی ولاړه ده چیری چي له دغي پیښي سره مخ شوی وه، دهوایی ډګر چارواکی وایی څرنګه چی الوتکه تراوسه پوري ځاي پرځای ولاړه ده نوځکه دنورو الوتکوپرمخ دغه هویی ډګر تړل شوی دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د