افغانستان

مشرانو او ولسي جرګې ښکر په ښکر شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): د ولسي جرګې مرستيال حاجي ظاهر قدير وايي چې د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار په «ترهګریزو» بریدونو کې ښکېل او د امريکا په تور لېست کې شامل دی.

ظاهر قدير نن د ولسي جرګې په عموموي غونډه کې د خپلې دعوې د ثبوت په ډول وويل چې مسلميار له کاناډا نه افغانستان ته د راستنېدو په مهال امريکا پخپل هېواد کې دمې ته ځکه پرې نښود، چې په وينا يې هغوی يې په اړه ثبت شوې جرمې دوسيې لرلې.

تر دې وړاندې هم د ولسي جرګې بل غړي لالي حميدزېي تېره چهارشنبه د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې وويل چې فضل هادي مسلميار پخپل کور کې « سرتېري بريدګر» او د سرتېرو بريدونو طراحان ساتي.

فضل هادي مسلميار پر ده د لګېدلو تورنو سپيناوی غوښتی او په تازه څرګندونو کې يې ويلي چې که د ولسي جرګې غړي د خپلو دعوو د اثبات لپاره اسناد او شواهد وړاندې نه کړي، نو پر وړاندې به يې جدي اقدام وکړي.

مسلميار وړاندې وویل چې که د نوموړي غږ دولتي ادارې وانه وريد، پخپله به د «قاچاقبرانو» پر وړاندې مبارزې ته ور مخکې شي.

نوموړي پر ده تور لګوونکي قاچاقبران وبلل، خو نور جزييات ورنه کړل، له بله اړخ د حاجي ظاهر قدير نننۍ څرګندونې د مسلميار د همدې تور په غبرګون کې بلل شوې دي او نوموړي انګېرلي چې له قاچاقبرو يې مؤخه دی او د ده ملګري دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x