خبرتیاوی او پیغامونه

زېری؛ « د جهادي مقاومت نوښتګر لارښوود » کتاب له چاپه راوځي

طارق بدر
د وتلې دیني، سیاسي او جهادي څېرې مولوي جلاالدين حقاني په اړه د هېواد د نوموتي لیکوال عبدالرحیم ثاقب اثر په نږدې ورځو کې له چاپه راوځي.

مولوي جلال الدين حقاني چې دم ګړۍ پر علمي، سیاسي او جهادي مبارزه بوخت دی، د روسي اشغال پر وړاندې د هم د علمي، سیاسي او جهادي مبارزې نوميالی سنګروال پاتې شوی.

پر دې کتاب کې ليکوال د حقاني صاحب د تېر ژوند پر علمي، جهادي او سیاسي اړخونو خبرې کړې او هم يې پکې د نوموړي له خولې خبرې را اخیستي دي.

د سیاسي چارو شناند او د دې کتاب لیکوال عبدالرحیم ثاقب د کتاب په اړه وویل چې کتاب يې پر يوې مقدمې او دریو فصلونو وېشلی دی، چې په ترڅ کې یې د شوروي تیري کوونکو پر خلاف د حقاني صاحب مشهور جهادي عملیات، د جهاد په مهال سیاسي، پوځي او فرهنګي فعالیتونه، د تنظیمي جګړو پر مهال د نوموړي سوله ییزې هڅې، د طالبانو له اسلامي تحریک سره يي یوځای والی او له هغه را وروسته پر افغانستان د صلیبي یرغل په خلاف جهادي مقاومت کې د حقاني صاحب د رول او موثریت په اړه بشپړ معلومات را غونډ شوي.

ښاغلی ثاقب وړاندې وايي چې په کتاب کې يې د حقاني صاحب هغه وينا هم بشپړه را اخيستې ده، چې پکې يې د خپلې سیاسي مبارزې ابتدايي مراحل ، د شورویانو او د هغوی په تعقیب اوسنیو صلیبي یرغلګرو په خلاف جهادي وضعیت تشریح کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

هیله ده د پی دی ایف فورمت یی ویبپانی ته جگ کری

حریا شملزۍ

واقعا نیک او ستر جهادی او تاریخی خدمت به یی وبولو ، کاشکی چی د هیواد د ټولو غازیانو او اتلانو ژوند او جهادی اتلولۍ د راتلونکو نسلونو لپاره خوندی شوی وای دښمن هڅه کوی چی زموږ تاریخ مسخه کړی موږ ډیري داسی څټي لرلي چی باید یاد یی تل تر تله پاتي شي ، بیا هم دالله تغالی نه ورته توفیق غواړم
حریا شملرۍ

khalid

ماشالله جزاک الله خیرا جزا الله دی وکړی چی ژر له چاپه راووځی

حکمت الله

دا خو یو ډېر ښه زېری دی الله دې وکړي چې ژر چاپ شي او ټولو مینووالو ته ورسېږي ځکه د داسې کتابونو چاپول او خلکو ته وړاندې کول ډېر ضروري دي، چې کله چاپ شو بیا به یې د تر لاسه کولو ځای هم راته روښانه کړئ. موږ ورته سترګې په لار یو . مننه

احسان الله قریب

سلامونه اونیکی هیلی
لکه څرنګه چی تاسی دی یو نیم کتابونه چی له چاپه راوځی احوال راکوی که یوه مهربانی وکړی چی دا کوم کتابونه چی نوی له چاپه راوځی که یی سافت دی فی دی ایف (pdf)کی خپور کړی دا به مو ډیره مهربانی وی ځکه چی موږ یی زر لاس ته راوړو وسلام

محمد بهادر باوری

ما شاالله الله دی لیکوونکی ته اجر ورکړی چه دومره ستر خدمت کړی دی واقعا نه هیریدونکی شخصیتونه دی الله دی په دنیا او اخرت کی کامیاب لری

محمودالغزنوی

جزاه الله خیرا ،،ولله درالکاتب

Back to top button
7
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x