افغانستان

د پکتيکا والي عبدالکريم متين له خپلې دندې ګوښه کړای شو

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۱۹مه ۱۳۹۴ل): د پکتيکا والي عبدالکريم متين د ملي امنيت شورا له لوري له خپلې دندې ګوښه کړای شو.

ښاغلي متين څو ورځې وړاندې ويلي و، چې د ملي امنيت شورا پکتيکا کې داعش پورې تړلو وسله والو کورونو ته مرستې او نغدې پيسې ورکوي.

هغه مهال د ملي امنيت شورا د ښاغلي متين څرګندونې رد کړې او ادعا يې وکړه، چې حکومت دوه نيم لکه امريکايي ډالر د داعش وسله والو سره نه، بلکې له وزيرستانه راغليو کډوالو سره مرستې کړې وې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند اجمل عبيد عابدي رسنيو ته وويل، چې د ګډ حکومت مشرانو د والي د څرګندونو د څېړنو په اړه د کورنيو چارو وزير نور الحق علومي په مشرۍ يو کميسيون وټاکه، تر څو د ښاغلي عبدالکريم متين څرګندونې وڅېړي.

د عابدي په وينا ټاکل شوي کميسيون د خپلو څېړنو په پايله کې وويل، چې دوی داسې اسناد او شواهد نه دي موندلي، تر څو دا روښانه کړي، چې د ملي امنيت کارکوونکو پکتيکا کې د داعش وسله والو ته پيسې ورکړي دي.

د ولسمشر وياند وايي، چې د ټاکل شوي کميسيون له پرېکړې وروسته د ملي امنيت شورا پرېکړه وکړه، چې د پکتيکا والي عبدالکريم متين بايد د خپلو څرګندونو له امله له دندې ګوښه کړای شي.

بل پلو لرې شوی والي وايي، چې د ده څرګندونې ناسم تعبير او خپرې شوي او ده هېڅکله د ملي امنيت د غړو په اړه داسې څرګندونې نه دي کړي.

د پکتيکا ګوښه شوی والي د تېر ۲۰۱۴ کال د ډيسمبر په ۲۲مه نېټه وروسته له هغې ټاکل شوی و، چې د پکتيکا خلکو د پخواني والي محب الله صميم پر ضد لاريونونه وکړل او له مرکزي حکومته يې غوښتنه کړې وه، چې محب الله صميم د ناوړه چلند او اداري فساد له امله بايد ګوښه کړي.

دا چې ګډ حکومت د نورو پوسټونو تر څنګ د واليانو په ټاکلو کې هم له سختو ستونزو او داخلي اختلافاتو سره مخ دی اوس هم له کندهار، هرات او کندز پرته د نورو ولايتونو واليان سرپرستان دي او د ننګرهار په ګډون ځينې ولایتونه واليان هم نه لري، چې له امله يې د ولايتونو امنيتي او اداري چارې له سختو ننګونو سره مخ دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x