افغانستان

جلال آباد او کابل کې دقران کریم دبې حرمتي په ضد مظاهرې روانې دي

له ننګرهار نه په ورکړل شویو راپورونو کې راغلي ،دبګرام په نظامي اډه کې دخارجي ځواکونو له لوري  قران عظیم الشان ته دسپکاوي دپیښې په غبرګون کې  دننګرهار پوهنتون محصلینو،دننګرهار دارالمعلیمن زده کوونکواو عامو سیمه ایزو خلګودسهار له اتو بجو راهیسې په مظاهرولاس پوري کړی. خبرزیاتوي قهریدلي مظاهره کوونکي دامریکااو کرزي دحکومت   په ضد شعارونه ورکوي .

راپور زیاتوي ،مظاهره کوونکوچې شمیر یې په زرګونو دي ،ددرونټې په سیمه کې  دکابل –جلال اباد لویه لار دترافیکو پرمخ تړلې ده ،وروستي راپورونه وايي چې امنیتي پولیسو دمظاهره کوونکودپرشاکولو لپاره له تشدد نه کار اخیستي ،دپولیسو په ډزو پنځه تنه ژوبل شوي دي.

همداراز له کابل نه په رارسیدلو خبرونو کې ویل شوي دهیوادپلازمینه کابل دهودخیلو په سیمه کې هم اولسي خلګ لارې ته راوتلې او دترافیکو پرمخ یې لویه لار په ټپه بنده کړې .

تیره ورځ هم دبګرام دهوايي اډې مخ ته په زرګونو خلګودقران کریم دسپکاوي دپیښې په عکس العمل کې پراخې مظاهرې ترسره کړې او ځینو دولتی ودانیو یو ته یې اور ورته کړ.

دهیواد په مختلفو سیمو کې پراخې مظاهرې وروسته له هغه پیل شوې چې دوې ورځې وړاندې دامریکا په ترټولو لویه نظامي اډه بګرام کې دخارجي عسکرو له خوا  دقران کریم او یو شمیر نورو دیني کتابونوبې حرمتي وشوه ،دامریکایي ځواکونو لوي قومندان جان آلن دقران کریم دسپکاوي پر پیښه بخښنه وغوښته او زیاته یې کړه چې اینده کې به داسي عمل نه تکرایږي ،باید وویل شي چې دکرزي حکومت تراوسه پوري ددې پیښې په اړه هیڅ غبرګون تراوسه بوري نه دي ښودلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x