افغانستانخبرونه

محقق: د «ګاونډیو هېوادونو» ژمنو غافلګیره کړو

نن ټکی اسیا (شنبه، غوايي ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت د اجراییه ریاست دویم مرستیال، حاجي محمد محقق نن په کابل کې په ډاګه کړه چې د ګاونډیو هېوادونو له خوا د امنیت او سولې په تړاو د شوو ژمنو له امله د طالبانو د پسرلینو عملیاتو پر وړاندې غافلګیره کړي وو. محقق ښکاره نه کړه چې د کوم هېواد د ژمنو له امله د طالبانو د حملو پر وړاندې غافلګیره شوي وو.

په تېره فبروري کې د پاکستان امنیتي چارواکيو کابل ته څو سفرونه درلودل. ویل کېدل، چې د دغه هېواد لوی درستیز د ګډ حکومت مشرانو سره ژمنه کړې وه چې د مارچ په لومړیو کې به دوی طالبانو له ګډ حکومت سره خبرو ته کېنوي. دغه ژمنې تر اوسه عملي نه شوې.

د اجراییه ریاست دغه مرستیال وویلې، چې حکومت باور درلود چې سږ کال به د جګړې په فصل کې جګړه نه وي. د غوايي په لومړیو کې طالبانو د عزم په نامه خپل نوي عملیات اعلان کړل. د عزم له اعلان سره سم د کندز ولایت تر مرکزه پورې طالبانو پرمختګونه وکړل.

محقق وايي: «پر سوله باور لرو، موږ ته د سولې په تړاو ډېرې ژمنې شوې وې. د ځینو دوستو هېوادونو له لورې هم ویل شوي وو، ځینو ګاونډیو هم ژمنه کړې وه».

ګډ حکومت پاکستان ته یو لړ کم ساري امتیازونه ورکړل چې طالبان له دوی سره نېغ په نېغه خبرو اترو ته وهڅوي. د پاکستان له ژمنو سره سره تر دې دمه د دغسې خبرو څرک نه لګېږي. سربېره پر دې، طالبانو په ټول افغانستان کې خپلو حملو ته زور ورکړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

چا محقق کړو ، کوم کار یی د محقق کیدو کړی او یا به یی وکړی ، لکه ظالم چه ځانته د مظلوم خطاب کوی ، د ده خبرو ته می خندا راشی مونږ نورو هیوادو غافلګیره کړو د سولی ژمنی یی راسره هسی وکړی ، ماته هغه فکاهی را په یاد شوه ، وایی [ یو مزدور ډیر کلونه د یو بادار سره کار کولو ، یوه ورځ یی بادار ته وویل چه زما معاش زیات کړه بادار یی څو ځلی ځواب ورنکړو ، اخر ځل چه بادار وډاروی بادار ته وویل چه زما معاش زیات کړه (( که… نور لوستل »

محمد بهادر باوری

که می ولی په توپو باندی *یا می ولی هوایی درنوبمو باندی *څاڅکی وینه می انسان زیږه وی * ګوره فطرت می انتقام زیږه وی *خلاص به نشی دفرعون په غیږ کی *دتاریخ پاڼه می یادګار زیږه وی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x