افغانستانخبرونه

عطامحمد نور د جګړې ګواښ وکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، غوايي ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): د بلخ سرپرست والي او پخوانی جنګسالار، عطامحمد نور نن په دغه ولایت کې د ګډ حکومت پر کړنو سختې نیوکې وکړې. نور ګواښ وکړ چې که حکومت د طالبانو پر ضد جګړه کې جدي نه شي، دی په خپله به خپل جګړه ماري بیا منظم کړي.

عطامحمد نور چې د پخواني نازي المان پر ضد د روسیې د بریا په غونډه کې خبرې کولې، له امریکا سره پر شوي امنیتي تړون نیوکې وکړې. ده وویل، دې تړون د افغانستان خلکو ته هېڅ ګټه نه ده رسولې.

امنیتي تړون د ګډ حکومت مشرانو د دغه حکومت د تاسیس په څلور وېشتو ساعتونو کې لاسلیک کړ. نور په تېرو ټاکنو کې د عبدالله عبدالله د ټیم له ټینګو ملاتړو څخه و.

نور چې په شمال ولایتونو کې د طالبانو له وروستیو پرمختګونو اندېښمن برېښېده، ګډ حکومت یې د شمال د امنیت په اړه په ناپامۍ تورن کړ.

دغه پخواني جنګسالار ګواښ وکړ که حکومت د ده په خبره جدي پاملرنه ونه کړي؛ نو خپل جګړه ماري به بیا راغونډ کړي.

نور د جګړو د پراختیا له امله پر ستراتیژيکو تړونونو هم نیوکې وکړې: «ستراتیژيک تړون یعنې څه شی؟! له هر اروپايي او سیمه ییزو هېوادونو سره مو تړونونه لاسلیکول. پخواني ولسمشر حامد کرزي ستراتيژيک تړون لاسلیک کړ چې زموږ د هېواد له ملي ګټو دفاع وشي او موږ تجهیز کړي. دا څه ډول تړون دی چې زموږ امنیتي ځواکونه تېل نه لري؟!».

دغه سرپرست والي پر ګډ حکومت هم توندې نیوکې وکړې: «د حکومت د چارواکیو عمل او وینا همغږې نه ده». ده زیاته کړه، چې ګډ حکومت کمزوری مدیریت لري او صداقت و هدایت نه لري».

عطامحمد نور داسې مهال ګډ حکومت ته د جګړې ګواښونه کوي، چې په بغلان، کندز او بدخشان ولایتونو کې طالبانو کم ساري پرمختګونه کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

په دی کی خو شک نشته ، چه د اوسنی غلامی اداری بدن ټوټی ټوټی شوی ، ، مزکزی مافیاوی کنترول ویشل شوی ، حتی هغه چه پرون به ورته شمالی ټلواله ویل کیدله اوس د بڼکو او خځولو ټلواله ده چه دیو پوکی سره یی دورړی اسمان ته رسیږی ، د دوی د منځه وړلو د پاره د دوی خبل منځی فساد او او یو د بل په مقابل کی فتنی بس دی طالبانو ته یی اړه هم نشته ، دا اوس هم چه یو بل له منځه نه وړی علت یی همدا چه ټول اړخو نه د طالبانو… نور لوستل »

ډاکتر احمدی

بیانزی صیب واقعیت دی دا د شمال تلوالو د غړیو خبری هغه د چرسیانو خبرو په شان دی – باور پری نشی او د بی غیرتی پری نوره ختمه ده

محمد بهادر باوری

یو ورځ به دی حساب ته خامخا راولی *عمل دلاری مل ده ستا ظلم به انجام راولی

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x