ورزش

ای پي ایل: پنجاب له کلکتې څخه ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۲۰مه ۱۳۹۴ل): د انډین پریمیر لیګ ۴۴مه لوبه د کلکته نایټ رایډرز او کینګز الیون پنجاب لوبډلو تر منځ وه چې دغه لوبه د کلکتې لوبډلې وګټله.

د پنجاب لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره د توپ وهنې پریکړه وکړه. پنجاب د مېلر او میکسویل غوره توپ وهنې په مرسته ټاکل شوي شل اورونو کې پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۸۳ منډې جوړې کړې.

د پنجاب لوبډلې توپ وهوونکي ښه وځلیدل. د پنجاب لپاره میکسویل په ۲۲ توپونو د څلور څلوریزو او درې شپږیزو په مرسته ۴۳ منډې او ورا په ۳۴ توپونو د یوې څلوریزې او درې شپږیزو په مرسته ۳۹ منډې جوړې کړې.

دغې لوبې کې مېلر یو ځل بیا چټکه توپ وهنه وکړه. مېلر یوازې په ۱۱ توپونو د دوه څلوریزو او دوه شپږیزو په مرسته ۲۷ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د کلکتې لپاره د توپ اچوونې په برخه کې سنیل ناراین تر ټولو غوره او پیاوړی توپ وهنه وکړه. سنیل ناراین خپل څلور اورونو کې ۱۹ منډې ورکړې او د سیالې لوبډلې څلور لوبغاړي يي له مخې لرې کړ.

په ځوابي توپ وهنه کې د کلکتې لوبډلې د رسل غوره او چټکې توپ وهنې په مرسته ټاکل شوی هدف په ۱۹.۵ اورونو کې ۹ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره پوره کړ.

د کلکتې لوبډلې لپاره رسل غوره توپ وهنه وکړه. رسل په ۲۱ توپونو د پنځه څلوریزو او څلور شپږیزو په مرسته ۵۱ منډې جوړې کړې او د پټېل په بال يي خپله ویکټه له لاسه ورکړه.

د پنجاب لوبډلې لپاره ګورکیرات سینګ غوره توپ اچوونکی ثابت شو. نوموړی خپل درې اورونو کې ۱۷ منډې ورکړې او د سیالې لوبډلې دوه لوبغاړي په سوځولو بریالی شو.

دغه لوبه کې انوریت هم د پنجاب لوبډلې لپاره دوه ویکټې واخیستې خو نوموړی خپل ۳.۵ اورونو کې ۵۶ منډې ورکړې او د منډو ورکولو اوسط يي ۱۴.۶۰ و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x