طالبان: هغه ځوانان چې په بهرنیانوحملې ترسره کړې تقدیربه شي

taliban fighters in snowدامریکااو متحدینو له لوري پرافغانستان له نظامي تیري راوورسته چې شاوخوا لس کاله یې پوره کیږي ،په دې وروستیو دوکالو کې پربهرنیو ځواکونو دطالبانو له لوري دمخامخ بریدونو،سرښندونکوحملواو بمي چاودنوسره  په څنګ کې پرخارجي عسکروباندي په ملي اردو او پولیسوکې ددستوري ولاړو ځوانانو حملې هم خورا زیاتې شوې ، دې کار بهرنیان سخت وارخطا کړي  او له مخنیوي نه یې عاجزپاته دي.

دا ډول پیښې دهیواد په مختلفوولایاتو،کابل،هلمند،کندهار،زابل،کندز،کاپیسا،مزار،فاریاب،ارزګان،جلال اباد،کنړ،غزني ،میدان وردګ،او داسي نورو … کې وخت په وخت ترسره شوې ،خو ترټولووروستۍ هغه یې دکندهار ولایت دبولدک په ولسوالي کې رامنځ ته شوه چې دیوه افغان عسکرپه مخامخ ډزو کې درې البانوي عسکر ووژل شول او دوه ټپیان شول او ترټولو وروستۍ لویه مرګونې اواغیزناکه پیښه دکاپیسا حمله یادولی شوچې دیوه افغان عسکر دحملې په اثر۷تنه فرانسوي پوځیان ووژل شو او ګڼ شمیر نور ټپیان شول،دحملې دفرانسې پرپوځ دروند ګوزار وکړ ،دفرانسي صدراعظم نیکولاي سرکوزي په دې مجبور کړچې له افغانستان نه دخپلو پوځیانو دایستلو کړې پریګړه یو کال رامخ ته کړي ،د۲۰۱۴کال پرځاي په ۲۰۱۳ کې خپل پوځيان وباسي.

طالبان چې همیشه کوشش کوي خپل دښمن له هرې لارې چې وي له پښو واچوي ،له دې فرصت نه دګټې پورته کولو په موخه یې  دخپل مشرتابه له لوري دکرزي دامنیتي ادارو ،ملي اردواو پولیسو په نوم رسمي  پیغام خپور کړی،چې په اردو او پولیسو کې ولاړ ځوانان مخامخ پکې هڅول شوي چې دخپلو ټوپکوخولې پربهرنیانو ور واړوي او وژونکې حملې پرې وکړي،په پیغام کې هغه عسکر چې په خارجیانو یې حملې ترسره کړې دهغوئ قهرماني او اتلولي ستایل شوي او هغوئ یې  تاریخ جوړونکې څهرې بللي ،دپیغام په یوه برخه کې راغلي ، (کوم ځوانان که په داسې اتل والو بریدونو لاس پورې کوي نو اسلامی امارت هم دخپل دیني مسؤلیت له مخې هوډ لري چې داسې قهرمان ځوانان به تقدیروي او په هره ممکنه وسيله به يي ملاتړ او لاس نيوي ته ور دانګي  )

داپیغام له هغو لاریونونواو مظاهروسره سم یو ځاي خپور شوې چې له تیرو دوو ورځو راهیسې دبهرنیو ځواکونوله لوري دمسلمانانو دمقدس کتاب دسپکاوي په ضد داولسی خلګوله لوري  روانې دي،دبهرنیانو له لورې دې کاردعامو افغانانوسخته غصه راپارولې

دسیاسي شنونکوپه نظر دطالبانو ددې اعلان او پیغام سره کیداي شي په اردو او پولیسو کې ولاړ کسان نور هم دې ته وهڅوي چې به بهرنیانو حملې ترسره کړي،او په دې سره به دبهرنیو ځواکونو دعسکرو او افغان پوځیانو ترمنځ نورهم دبې اعتمادۍ فضا رامنځ ته شي.

داپیغام چې دطالبانو دویاند ذبیح الله مجاهد له لوری رسینو ته لیږل شوی ،او دطالبانو په رسمي ویب پاڼه الاماره کې هم  خپور شوی یوه کاپي نن ټکی اسیا ترلاسه کړې اوپه لاندي ډول یې کټ مټ نشرته سپاري .


دکابل ادارې امنيتي ادارو ، اردو او پوليسو ته داسلامي امارت  پيغام

داچې  زموږ هيواد عملا دبهرنيو يرغلګرو لخوا تراشغال لاندې دی او داشغال په لس کلنه  موده کې زموږ  ولس له بيلا بيلو ظلمونو او وحشتونو سره لاس او ګريوان ده او همداراز مو ديني او مذهبي  مقدسات  په مکرر ډول له بې حرمتۍ او توهين  سره مخامخ دي او هم مونوي ځوان نسل په لوی لاس دبې لاريو او اخلاقي انحراف خواته  دآزادۍ په نامه ټيل وهل کيږې او هره ورځ یې په مخ دنويو فتنو دروازې خلاصيږي ،ښاري او کليوالي سيمې مو دژوند په چاروکې دغربي کفارو ړانده تقليدته هڅول کيږي ، له تورسرو مو  دحيا او عزت پړوني دآزادۍ او دښځودحقوقو په نامه پورته کيږي ګڼ هيوادوال مو دعيسويت منسوخ دين ته دعوت کیږي  او داسي نورې په سلګونو بدبختۍ مو ديرغل له پيله تراوسه  دژوند هره برخه ګواښي  او له خپل فرهنګ او اسلام نه مو لري کوي چې دا ټول هغه څه دې چې غربي بدمرغه يرغل راته په ارمغان راوړي او  دديموکراسۍ په نامه یې پرې را تپلي  دي ، دغه حالت ته دتغير ورکولو په لاره کې زموږ دټولنې هر وګړی هم شرعا او هم وجدانا  خپل خپل مسئوليت لري چې باید ترسره یې کړي ،  دافغان اولس له جملې  هغه ډله خلک چې  ديرغلګر دښمن په ځپلوکې له هرچازيات ښه او مؤثررول لوبولی شي هغه ،  هغه افغان ځوانان دې چې دبیلابیلو دلائلو په مبنا دکابل ادارې  په اصطلاح  اردو ،پوليسو او نورو امنيتي ارګانونو کې شامل شوي او عملا په کې دنده ترسره کوي  ، دغه ډله خلک  اګرکه دخپلې دې لارې په انتخابولو سره سخت خطاشوي دي  ځکه په ډیر تأسف  ،دوی همدا  اوس د حق دلاري دمجاهدينو په وړاندې په مقابل کې صف کې ولاړ دي ، او دخپل مسلمان اولس په ضد یې وسله  اخیستې   ،خو په دې کې هم شک نشته چې ددوي په منځ کې  دهيوادهغه اصيل بچيان هم شته چې دخپل سر په بيه دبهرنيو يرغلګروپه وړاندې په ميړانه ودريدل او له نږدې نه يي زموږ د زرګونو هيوادوالو قاتلين او يرغلګر ترتیغ تیرکړل، چې ددغو ځوانانو احساس ، اقدام ،کړنه او اراده کاملا دتقدير وړ دی دافغانستان اسلامی امارت مشرتابه او مجاهدین یې همت او میړانه ستایې او تقدیروي یې ، ددې لپاره چې دکابل دادارې په امنیتي تشکیلاتو کې شاملو ټولو ځوانانو خپل  دیني او افغاني مسؤلیت ادا کړی وي ، او دخپلو تیرو کړنو ګناه یې جبیره کړې وي ، دغه راز یې داسلام او افغانستان په تاریخ کې خپل نوم په روښانه ټکو ثبت کړی وي ،دافغانستان اسلامي امارت په دوی غږ کوي ، چې دخپل اسلامي احساس ، ملي ننګ او غیرت او اسلامي ورورولۍ له مخې دې  دخپلو ټوپکو شپیلۍ دخپل اولس په ځای په پردیو کفري یرغلګرو ورواړي ، ترڅو په دې توګه له کفري یرغلګرو دخپل مظلوم اولس دلس کلنو غمیزو انتقام  واخلي او داسلامي غازیانو په صف کې خپل ځانونه ثبت کړي ، دغه ځوانان باید په یاد ولري چې دوی ددنیوي او اخروي بریالیتوب لپاره همدا اوس ترهرچا ښه فرصت په لاس کې لري ، نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي ( لایجتمع کافر وقاتله فی النار ) څوک چې کافر قتل کړي ، نو هغه بیا له هغه کافر سره به جهنم کې نه یوځای کیږي بلکي جنت ته به ځي معلومه شوه چې دیوه حربي کافر قتل دجنت ددخول سبب ګرځي ، دغه راز داسې غازیان په دنیاوي لحاظ هم په مرګ او ژوند دواړو داولس په منځ کې داتلانو په نامه یادیږي او هرڅوک یې په کارنامو ویاړي ،  کوم ځوانان که په داسې اتل والو بریدونو لاس پورې کوي نو اسلامی امارت هم دخپل دیني مسؤلیت له مخې هوډ لري چې داسې قهرمان ځوانان به تقدیروي او په هره ممکنه وسيله به يي ملاتړ او لاس نيوي ته ور دانګي  .

اسلامي امارت خپلوټولومسئولینوته هدایت کړی چي که په مخالف صف کې څوک داشغالګرو په ضد اقدام وکړي شخصاله هغوی اودهغوله کورینو سره دي پوره پوره همکاري کوي اودلازیات ناز لپاره دې مشرتابه ته معرفي کوي ، قدرونه دي کوي اودقهرمانانو په څیر دي استقبال کوي .                                             والسلام

دافغانستان اسلامی امارت

پاي

 

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د