
ای پي ایل: حیدر اباد د ډيلي لوبډلې ته په ۶ منډو ماتې ورکړه
نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۲۰مه ۱۳۹۴ل): د انډین پریمیر لیګ ۴۵مه لوبه د ډيلي ډییر دیولز او سن رایزرز حیدر اباد لوبډلو تر منځ وه چې دغه لوبه کې ډيلي په ۶ منډو ماتې وخوړه.
حیدر اباد لوبډلې د لوبې پچه وګټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه. حیدر اباد لوبډلې د هینریکس غوره توپ وهنې په مرسته ټاکل شوي شل اورونو کې څلور لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۶۳ منډې جوړې کړې.
هینریکس دغې لوبې کې په ۴۶ توپونو د یوې څلوریزې او پنځه شپږیزو په مرسته ۷۴ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.
د ډیلي لوبډلې لپاره کولټر نیل غوره توپ اچوونکی ثابت شو. کولټر نیل خپل ۴ اورونو کې ۲۵ منډې ورکړې او د سیالې لوبډلې دوه لوبغاړي په سوځولو بریالی شو.
په ځوابي توپ وهنه کې که څه هم ډي کاک پیاوړی او چټکه توپ وهنه وکړه خو بیا هم ډيلي لوبډلې د هدف پوره کولو کې پاتې راغلل.
ډیلي لوبډلې ټاکل شوي شل اورونو کې څلور لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د ډي کاک او جادف غوره توپ وهنې په مرسته ۱۵۷ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي د ۶ منډو په توپیر وبایلله.
د ډیلي لوبډلې لپاره ډي کاک په ۳۱ توپونو د نهه څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۰ منډې جوړې کړې او د شرما په بال يي خپله ویکټه له لاسه ورکړه.
دغه لوبه کې د ډیلي لپاره جادف هم غوره توپ وهنه وکړه. جادف په ۳۴ توپونو د ۸ څلوریزو او دوه شپږیزو په مرسته ۶۳ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.
د حیدر اباد لوبډلې لپاره کرن شرما تر ټولو غوره توپ اچوونکی ثابت شو. کرن شرما خپل درې اورونو کې ۱۲ منډې ورکړې او دوه ویکټې واخیستې.