افغانستان

کندهار: د ملي امنیت د چټک غبرګون پر قطعې ډله ییز سرتېری برید شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): د کندهار امنیتي مسوولین وايي چې نن سهار وختي، د دې ښار د ملي امنیت د چټک غبرګون په قطعي موټر بم حمله وشوه، چې ورپسې درې تنه سرتېرې بريدګر ودانۍ ته ننوتي او جګړه يې پيل کړې.

د دوی په خبره بريد سهار شاوخوا شپږ بجې پیل شو، چې دم ګړۍ ډزې درېدلې او په وینا يې بريدګر يې له منځه وړي.

خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د دوی ملګري لا هم په جګړه بوخت دي.

رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ذبیح الله مجاهد ويلي، چې لومړی د دوی یو تن ملګري له چاودېدونکو توکو ډک مازدا ډوله موټر د ملي امنیت د چټک غبرګون د قطعې له ودانۍ سره وجنګاوه، ورپسې نور بريدګر ودانۍ ته ننوتل، چې لا هم جګړه روانه ده.

دولتي سرچینې هم وايي چې لومړی یوه بريدګر خپل موټر ته د چټک غبرګون قطعې په قراول کې چاودنه ورکړه او ور پسې نورو بريدګرو ډزې پيل کړي.

امنیتي مسوولینو د تلفاتو په اړه د خپلې پالیسۍ له مخې څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x