افغانستان

بادغيس: جوند ولسوالي طالبانو ونيوله

نن ټکی اسیا (يکشنبه، غويي ۲۰مه ۱۳۹۴ل): د بادغيس ولايت چارواکي وايي، چې طالبانو د دغه ولايت جوند ولسوالي ونيوله.

چارواکي وايي، چې تېره شپه طالبانو پر دغه ولسوالۍ د سپکو او درنو وسلو ډله ييز بريد پيل کړ، چې د شپې تر دوو بجو يې دوام وکړ او له دوو بجو وروسته يې د ولسوالۍ مرکز او شاوخوا سيمې ونيولې.

د بادغيس ولايتي شوا رييس بهاءالدين قادسي رسنيو ته وويل، چې د ولسوالۍ د پوليسو مشر، ولسوال او ځينې نور چارواکي په تېښته بريالي شوي او داسې ښکاري، چې اوس هم ژوندي دي.

قادسي زياتوي، چې له اتو سوو تر زرو طالبانو د سپکو او درنو وسلو په واسطه د ولسوالۍ پر مرکز او دفاعي پوستو بريدونه کړي او دغه ولسوالي يې په بشپړه توګه نيولې ده.

قادسي وايي، چې ولسوال، امنيه او د ولسوالۍ مهم چارواکي په تېښته بريالي شوي او د دوی د معلوماتو له مخې دغه چارواکي اوس د ولسوالۍ په لس کيلوميتري کې دي او که امنيتي ځواکونه ژر تر ژره د دغو چارواکو د ژغورنې هڅې ونه کړي، نو کېدای شي په لږه شېبه کې دغه چارواکي د طالبانو لاس ته ولويږي.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې منلې، چې د عزم پسرلنيو عملياتو په ترڅ کې د دوی سرتېرو تېره شپه جوند ولسوالي نيولې او د ولسوالي مرکز او شاوخوا پوستې او دولتي ودانۍ د طالبانو په لاس کې دي.

خبر پاڼه زياتوي، چې طالبان اوس په دې لټه کې دي، چې د جوند ولسوال، امنيه قوماندان او نور چارواکي ژوندي ونيسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حریا

عازمینو ته دی مبارک وی ، د ځان کمال نه دالله پیرزوینه ، دملت عجز دی و ګڼي او نیول شوی عسکر دی ښه بدرګه کړی دینی لارښونی دی ورکړی د بیت المال اجناس دی محفوظ او لسټ کړی کومی پروژی چی د اولس منفعت ورپوری تړلی وی جاری دی وساتی له تشدد او انتقام نه دی ډډه وکړی د اولسوالی په چارو کی دی متدین اولسی وګړی شامل کړی له نورو ولسوالیو او ادارو سره دی روابط پیداکړی طالب جانه ته ګوره چی په دغه بادغیس کی نوری ولسوالی پرته له کومه نظامی برخورده درته تسلیم شی ،،،،،،،،،،،،،،،،،، بریمن… نور لوستل »

محمد بهادر باوری

ستړی مه شی قدردانه په خیر راغلی * دمظلوم دزړه درمانه په خیرراغلی * دولسونو انتظار دی مبارک شه * دکامیابی لوړه شمله دی مبارک شه * زما دخوب تعبیر ه په خیر راغلی *دلوړو غرونو بازه په خیر راغلی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x