افغانستان

د بهرنیانو درې (۳) عسکر وژل شوي

blasted vehicleنن ټکی آسیا: د افغانستان په جنوب کې د یوې چاودني له کبله د بهرنیو ځواکونو درې تنه سرتیري ووژل شول.

نن د ایساف د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرباڼه کې دا خبر ورکړه سو.

د خبرپاڼي له مخي تیره ورځ د افغانستان په جنوبي برخه کې د ماین چاودني له کبله د ایساف درې تنه سرتیري ووژل شول.

په خبرپاڼه کې د ایساف د پالیسۍ مطابق د وژل شویو عسکرو هویت نه دی څرګند شوی، او نه هم د پيښي دقیق ځای ښودل شوی دی،

ځکه چي د وژل شویو عسکرو هویت ځیني څرګندیږي.

خو د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي بیا رسنیو ته ویلي چي تیره ورځ د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ د سپین مسجد په سیمه کې طالبانو د ماین په چولو سره د بهرنیو ځواکونو یوه عراده ټانګ له منځه یووړ، چي له کبله يې ټانګ په بشپړه توګه تخریب او په کښي سپاره ټول عسکر ووژل شول.

نومړي د عسکرو شمېر په دقیقه نه دی په ګوته کړی.

باید وویل شي چي د رواني میاشتي له پیل څخه تر اوسه بهرنیانو خپل د ۲۰ عسکرو وژل منلي دي.

تیره ورځ بهرنیانو خپل د یوه عسکر وژل په یو غیر جنګي پيښه کې اعلان کړې وه، او د هغه تر مخه یو افغاني عسکر د کندهار ولایت د سپین بولد په ولسوالۍ کې پر بهرنیانو ډزي کړې وې، چي له کبله يې د ایساف دوه عسکر مړه او یو بل ټپي شوی وو.

طالبانو په افغاني عسکرو ږغ کړی چي دغسي پيښي نوري هم زیاتي کړې، او داچي طالبان به دوی ددغسي کړني وروسته تقدیر هم کړي.

د طالبانو دا غوښتنه وروسته تر هغه تکرار سوې چي د بګرام په هوايي اډه کې بهرنیانو ځیني مقدس کتابونه چي په کښي قرآن کریم هم وو، سوځولي وه، او بیا له هغه وروسته په درست هیواد کې د هغوی په ضد د ولسي پاڅون لړۍ پیل سوه، او لا دوام لري.

http://alsomod-iea.info/133734.zip

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x