ادبي لیکني

خلاصه د روازه – کیسه

حلیم جمال

نوراغا به چې هروخت د ماخوستن له لمانځه وروسته له جوماته کورته راغی، د سرای د روازه به یي په خپل لاس ځنځیر وله، سهار جومات ته د تګ په وخت به یي بېرته پرانستله، خو څه موده کېده چې د روازه به سهار د نوموړي له وتلو وړاندي خلاصه شوې وه، نوموړی د دروازې خلاصېدو اندېښمن کړ،ترجوماته به د دروازې په سوچونو کې روان وو، ځکه چې د نور اغا په کور کې بل نارینه نه وو چې ترده وړاندي له سرایه ووځي، نور اغا او شېراغا د وه یتیمان وروڼه وو، پلار یې د روسي یرغل په وړاندي په جهاد کې شهید شوی وو، موریې لاتردې مهاله ژوندۍ وه، د کندهار د لویي ویالې اوسېدونکي وو.

د کلي په خلګو د خپل ادب اواخلاص له امله ډېر ګران وو د څو ورځو په تېرېدو سره یي له خپلي بوډۍ مورکۍ سره د دروازې د خلاصېدو خبره په د اسي حال کې شریکه کړه چې په مخ یې د غمونو نښي لورایه ښکارېدې، مورکۍ یي سوړ اسوېلی وکړ اوورته وې ویل، زویه د روازه زه پرانیزم، نور اغا — ولي؟ مورکۍ — ماویل هسي نه شېر اغا ورور د ي د شپې راشي د روازه به ټکوي موږ به ویده یوانتظارمي نه ورباندي لورېږي په تکلیف به شي نور اغا د مورکۍ د خبرو په اورېدو سره د مورکۍ له څنګه وپاڅېدو د کورخوني ته ننووت په پټه خوله یي ښې ډېري اوښکي توی کړې مورکۍ یې خبره نه وه چې شېر اغا د دوستم لخوا په کانټینر کې د لیلې د ښتي ته وړل شوی د ه اوهلته په شهادت رسېدلی د ی،بوره مور یې په د ې هم نه وه خبره چې شېراغا په کانټینر کې په یوه غوړپ اوبو پسي ډېري سترګي واړولې خو د مرستي لپاره یي هیڅوک نه د رلودل اودزنکدن تنده یې د سپېرې د ښتي رېګونو ته ووړه د غه بوډۍ خوپه د ې هم نه وه خبره چې یوه کانټینر ته به یي لسګونه انسانان وراچولي وو، اوډېرو ځوانانو له تنګسې څخه ساوي ورکړې.

سپین ساري ادې د وه کاله د خپل اسیر زوی لاروته د راتګ په هیله سترګي وغړولې، د غه د ژوند وروستی ارمان یې تر لحده له ځانه سره بدرګه کړ، خو شېراغا یي ونه لید مورکۍ ته نور اغاویلي وو چې شېراغا په مزار کې بندي د ه،دخلاصون لپاره یي هڅي رواني د ي، څوورځي وروسته به راخلاص شي:

په شهید ترخي زرغونې شوې

موریې د ژوند اومید لري چې رابه شینه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x