شعـــــرونه

خوږ آهنګ

سيد احسان الهام

د شهيد په وينو رنګ يې شهادته
چي خوشبويه تر لونګ يې شهادته

دا چي دغسي په زړونوننوزې
مست غزل يې خوږ آهنګ يې شهادته

تاكي نغښتى دى رحمت د رب رضا يې
ته غيرت ، مېړانه ، ننګ يې شهادته

تخت و تاج شاه او ګدا دي په ارمان دي
د بريا د شپېلئ زنګ يې شهادته

د هستيو ستر مقام يې رب ښودلى
آن تر عرشه ر سې دنګ يې شهادته

ته نيك بخت پسې نيك بخت په تاپسې دى
هم ډيوه يې هم پتنګ يې شهادته

تر هغو به وي ميلمه د بدبختيو
څو الهام څخه په څنګ يې شهادته

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x