شعـــــرونه

حماسي لنډۍ ( مسجون )

CIA map of Afghanistan in 2007هیواده زیری مې درباندې
د ستا له غیږې صلیبیان په تیښته دینه

دهلمند مخ ته شملورو
په یرغلګرو دي راوستي ماتمونه

دکندهار غیور وګړي
ددښمن جنګ ته په اشر راوتي دينه

دارزګان  زابل زلمیو
بیا په پردیو کړل حرام دناز خوبونه

 

غزني وردګ کمین کمین ده
ګام په ګام کیږي په غربیانو سخت بریدونه

لوګر پکتیا سنګر سنګر ده
ډیر په میړانه یې زلمي کړي جهادونه

خوست پکتیکا ورته سقر شوه
په کې سوزیږي هره ورځ مغرور ځواکونه

له نورستان او له کونړ نه
تل د بري او ازادۍ زیري راځینه

په ننګرهار او په لغمان کې
دناټوګۍ زامن په چيغو چیغو دینه

دکاپیسا هیبتي خلکو
په یرغلګرو یې توبې  ایستلي دینه

هلته  هرات اوپه فراه کې
په صلیبیانو زلمو جوړ دي محشرونه

هم په بادغیس او په نیمروز کې
غیور اولس مو په دښمن کوي بریدونه

دغور فاریاب خلک په مینه
دتن په وینه   داسلام  سنګر ساتینه

په ګران  مزار او په جوزجان کې
په صلیبیانو غازیان تل کړي تعرضونه

کندز بغلان او په تخار کې
په ستمګرو یې دي مات مغرور سرونه

په بدخشان او په پروان کې
په غلیمانو زلمو بل دي سره اورونه

په کابل جان کې خورا  ( مسـجـونه )
څنګه شول خاورې دغلیم غوښې هډونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x