افغانستان

فراه: دولتي چورلکو ۱۰ ملکي وګړو ته مرګ ـ ژوبله واړوله

نن ټکی اسیا (يکشنبه، غويي ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): د فراه ولایت په فراه رود ولسوالي کې د ولسي وګړو په کورونو د چورلکو په بريدونو کې درې تنه شهيدان شوي او ۷ نور ټپیان دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې چورلکو وروسته له هغه په یاده سیمه بمباري پیل کړه، چې په ټوله ورځ جګړه کې لسګونه عسکر ووژل شول.

د يادې ولسوالي په بازار کې پرون ټوله ورځ جګړه وشوه، چې داوړه لوري پکې د درنو تلفاتو اړولو دعوې کوي.

طالبانو رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې د اب خورما اوسېدونکي او د دوو پوستو مشهور اربکي قومندان په ګډون يې ۱۷ عسکر وژلي او ۱۲ نور مرګوني ټپیان کړي دي.

دوی پخپله خبرپاڼه کې د خپل یو ملګري د له منځه تللو او دریو نورو د ټپي کېدلو خبر ورکړی دی.

د فراه رود اوسېدونکي وايي چې تېر مازیګر مهال چورلکې یادې سیمې ته راغلې او بې له دې چې خپل مقابل لوری په نښه کړي، له يوې مخې يې په سیمه پيرونه وکړل.

د سږ کال  په لومړیو کې د ملکي تلفاتو زيادښت اندېښموونکی ګڼل شوی دی، تر دې وړاندې د هلمند په سنګین، مارجه او نادعلي کې د دولت له لوري د ذوالفقار عملياتو په اوږدو کې یوازې په سنګين ولسوالي کې ۱۵۰۰ کورونه او باغونه ونړول شول او تر هغه وړاندې په یاده ولسوالي کې د واده په مراسمو د اردو د عسکرو په ډزو کې ۷۰ تنه شهيدان او تر ۱۰۰ ډېر ټپيان کړل.

د پوځي شنونکو په باور، په هلمند، کندهار،  غزني، پکتیا او اوس بیا په فراه کې د دولتي عسکرو له لوري د ملکي تلفاتو لوړه شمېره د دولت او ولس تر منځ شته فاصله لا اوږدوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد بهادر باوری

که می ولی په توپو باندی *یا می ولی هوایی درنوبمو باندی *څاڅکی وینه می انسان زیږه وی * ګوره فطرت می انتقام زیږه وی *خلاص به نشی دفرعون په غیږ کی *دتاریخ پاڼه می یادګار زیږه وی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x