افغانستان

ننګرهار: خوږياڼو کې دوه امريکايان وژل شوي او امريکايانو د سيمې ټول خلک ژوندي نيولي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، غويي ۲۰مه ۱۳۹۴ل): د ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ وزيرو سيمې خيرمنې او ژورې کليو کې امريکايي عسکرو، ملي اردو او د سيمې اربکيانو په ګډه کور په کور عمليات پيل کړي او تر اوسه دوه امريکايي عسکر په کې وژل شوي دي.

د خوږياڼو وزيرو سيمې اوسيدونکي وايي، چې امريکايي عسکرو ملي اردو سره په ګډه سيمه کې کور په کور تالاشي پيل کړې او د سيمې د يو قومي ملک نقيب الله پر کور يې بريد کړی، چې ملک نقيب الله په دفاعي ډزو کې دوه امريکايي عسکر وژلي او امريکايي عسکرو ملک نقيب الله په خپل کور کې ځای پر ځای شهيد کړی دی.

د سيمې يو اوسيدونکي، چې دمګړۍ له کلي وتلی، نن ټکی اسيا ته وويل، چې امريکايي عسکرو د ملي اردو په ملتيا د وزيرو سيمې ژورې کلي کې ملک نقيب الله، يوه ښځه او يوه پېغله جلکۍ وژلې، د ژورې ټول اوسېدونکي يې بنديان کړي او نن سهار راهيسې کلي کې له هېچا سره اړيکه نه کيږي.

د ژورې يو اوسيدونکي د نوم نه ښودلو په شرط نن ټکی اسيا ته وويل، چې سيمه کې طالبان نه شته او امريکايانو يوازې د عامو خلک پر کورونو چاپې پيل کړي، د سيمې خلک يې ځانونو سره ژوندي بوولي، امريکايي عسکر او ملي اردو د کورونو تالاشي کوي او ګڼ کورونه يې لوټ کړي دي.

د وزيرو خلک وايي، چې امريکايان په لوی لاس د عامو خلکو پر کورونو چاپې وهي، خلک بنديانوي او له کورونو د نور لوټ مار تر څنګ افيوم او چرس لوټي.

طالبانو او دولتي چارواکو تر اوسه د پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خالد

نور به له دې نجس او پلیت حکومت څخه کله خلاصیږو ، دې دولتی حرمونو (اردو ، اربکیانو او نورو) د کفارو په خدمت کې په هیڅ رنګه بې شرمۍ صرفه ونکړه . نو د داسې خاینې او ګوډاګۍ اردو په خلاف به ولس د طالبانو سره نه ودریږي نو څه به کوی؟؟؟ د کفارو داسې تالیڅټي باید په تار حلال شي ، دا د احسانونو وخت ندی چې طالبان يې نیسي او خوشې کوي يې ولې د له مخې يې خلالوی نه هسې هم ددې مور او پلار آزار ګټلو څخه ولس نور ۱۰۰٪ زړه توری دی ……

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x