افغانستان

افغانستان: دقران شریف دسوځولو په خلاف مظاهرو کی اته تنه وژل شوی او په لسګونو نور ژوبل شوی دي

wounded-boy-in-demonstration (نن ټکی اسیا فبروري ۲۰۱۲/۰۲/۲۲) کابل: په افغانستان کي دامریکایانو له لوري دقرآن شریفانو دسوځلو په خلاف قهرجني مظاهري ترسره شوي، مظاهره کونکي دهیواد په مختلفو ښارونو کی لارو کوڅو ته راوتلی وه، دامریکايې فوځیانو او د امریکا د اولسمشر اباما په خلاف یی شعارونه ورکول، په کابل کی لاریونکونکو دامریکایانو نظامي اډه باندی دبرید کولو کوښښ وکړ چی دپولیسو له سخت مقاومت سره مخ شول، او د پولیسو له لوري پر لاریون کونکو باندی مخامخ ډزي ترسره شوی، چی امله یی لاریون کونکو ته مرګ ژوبله اوښتی ده.

دپروان ولایت شنوارو وسلوالي کی دمظاهره کونکو او پولیسو ترمنځ نښته رامنځ ته شوه، پولیسو پر لاریون کونکو باندی مخامخ ډزی کړی دی، چی له امله يې دري تنه مظاهره کونکي وژل شوی اوپه لسګونو نور ژوبل شوی دي.

په جلال اباد کی هم په سلګونو زدکونکو د امریکایانو په خلاف په لاریونونو لاس پوري کړی وو دجلال اباد له ښارڅخه خبري رسنیو خبر ورکړی دی ، چی مظاهره کونکو دامریکایانو په خلاف شعارونه ورکول او دامریکي بیرغونو ته یی اورونه واچول، ویل کیږي لاریونکو حکومتي وداني اوامنیتي پوستو باندی بریدونه وکړو اوله پولیسو سره یی ځای ځای نښتی هم رامنځ ته شوی چی له امله یی یوکس وژل شوی او ۱۰  نور ژوبل شوی دي.
دکابل ښار په مختلفو سیمو کی هم ګڼ شمیر لاریونکونکو دښار په مختلفو سیمو کی په لاریونو لاس پوري کړی وو، دکابل ښار پر جلال اباد سړک باندی په سلګونو لاریونکونکو دامریکایانو په نظامي اډه فونیکس کیمپ باندی برید وکړ، دنظامي اډې دروازي او دیوالونه یی په ډبرو وویشتل، ویل کیږي د اډې ومخته یی ټایرونو ته اورونه واچول، اسمان یی په دودونو باندی پوښلی وو، دلته هم پر لاریون کونکو د امریکایانو له لوري ډزي وشوي.

ویل کیږي چي په کابل کی دپولیسو له خوا پر لاریونکونکو د ډزو له امله یو کس وژل شوی او۱۱ نور ژوبل شوی دي.

په کابل کی امریکایانو نن خپل سفارت بند کړی وو، اونورو بهرنیوموسساتو دفترونو ته غزیدلي لاري هم دپولیسو له لري په ټپه تړل شوی وي.

له جلال اباد ښار څخه ډاکټر احمد علي وایی ما خپله سترګو باندی ولید چی یو لاریونکونکي دپولیسو له لوري په مخامخ ډزو باندی وویشتل شوو اوځای پرځای یی ساورکړه، نوموړی زیاته کړه چی دپولیسو دډزو له امله لس نور لاریونکی سخت ژوبل شوی دي.

دلوګرولایت په مرکز کی هم په زرګونو خلکو دامریکایانو په خلاف مظاهره وکړه، مظاهره کونکو پر دولتي ودانیو باندی بریدونه کړی او دحکومت اوامریکایانو په خلاف یی شعارونه ورکول.

ویل کیږی صبا ته په کابل کی دهیواد د اولسمشر حامد کرزي په شمول دهیواد ملي شورا بیړني فوق العاده غونډه رابللی ده.

دولسي جرګی رئیس عبد الرووف ابراهیمی په ننی عمومی غونډه کی وویل چی حامدکرزي ورسره اړیکه نیولي ده اوورته یی ویلي دی چی د قران کریم دسوځیدنی له امله صبا دملي شورا ټول غړي د ولسمشر ماڼي ته دعوت شوی دي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x