افغانستان

اروپايي ټولنه: افغانانو پر ټاکنو باور له لاسه ورکړی

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): اروپايي ټولنه وايي چې تېرو ټاکنو او ورنه را زېږېدلو ناندریو ته په کتو افغانانو پر ټاکنو باور له لاسه ورکړی دی.

افغانستان لپاره  د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي نن په پلازمېنه کابل کې پورته څرګندونې وکړي او ورسره يې جوخت د ټاکنیزو کميسيونونو د سمون لپاره د جوړ شوي کميسیون د کار د ژر پیل غوښتنه وکړه.

فرانس مایکل میليبن وايي چې دوی د دې کمیسیون د کار پیل ته سترګې نیولي او په خبره يې تر څو چې د دوی د باور وړ اصلاحي کمیسیون سمونونه را نه ولي، دوی به د ټاکنیزو لګښتونو په برخه کې بې تفاوته پاتې شي.

اروپايي ټولنه چې د افغانستان په ټاکنو لګښت پر غاړه اخلي، وايي چې وړاندې تر دې چې دوی د راتلونکو پارلماني ټاکنو د لګښتونو په اړه فکر وکړي باید ژر تر ژره د ټاکنیزو کمیسیونونو د سمون کمیسیون کار پيل او د دوی باور تر لاسه کړي.

میلیبن وړاندې وویل چې داسې اصلاح ډېره مهمه ده، چې هم په ټاکنو باور غښتل کړی او هم د ښو ټاکنو ضمانت وکړي.

اروپايي اتحاديه په داسې حال کې د ټاکنیزو کمیسیونونو د سمون او پر ټاکنو د باور په اړه څرګندونې کوي، چې د تېر کال ولسمشريزو ټاکنو پر دې پروسه پاتې ولسي باور هم له منځه وړی.

له بله اړخه حقوق پوهان وايي چې له دوو میاشتو وروسته ولسي جرګې خپل قانوني حیثیت له لاسه ورکوي او د نا قانونه ارګان په توګه به قانوني کارونه ترسره کوي.

د دوی په خبره له قانوني اړخه باید په روانه میاشت کې د ولسي جرګې لپاره ټاکنې ترسره شوې وای، خو د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د مسوولینو په وینا د بوديجې د کمښت له امله د ولسمشر مرستیال پخپل سره دغه ټاکنې راتلونکي کال ته وځنډولې.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر یوسف نورستانی وايي چې دوی د ارګ له دې تصمیمه خبر نه و، خو سرور دانش د کابینې د دویم پړاو د نوماند وزیرانو د معرفي په مراسمو کې اعلان وکړ چې پارلماني ټاکنې د اقتصادي کمزورۍ له امله راتلونکي کال ته وځنډېدي.

اروپايي اتحاديې د خپلې همکارۍ لپاره د ټاکنیز کمیسیون د سمون لپاره د جوړ شوي کمیسیون د فعالیت، باور او ښو ټاکنو د ضمانت شرطونه وړاندې کړي دي.

یاده دې وي دغه کمیسیون هم د ګډ حکومت د اجرايوي او جمهوري ریاستونو تر منځ د ژورې ناندرۍ سبب و، چې لا يې هم په پوره باور په مشرۍ سره یوه خوله شوي نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x