نړۍ

نیويارک: د ټرانسفرمر سوځېدو له امله اتومي بټۍ تړل شوې

نن ټکی اسیا (يکشنبه، غويي ۲۰مه ۱۳۹۴ل): د نيويارک اټومي بټۍ کې د ټرانسفرمر سوځېدو له امله اټومي مرکز تړل شوی دی.

د نيويارک امنيتي چارواکي وايي، چې د اتومي ريکټر د ټرانسفرمر د سوځېدو له امله اتومي ريکټر په بشپړه توګه بند شوی او د سيمې خلکو ته ويل شوي، چې له خپلو کورونو خوندي سيمو ته ځانونه ورسوي.

رويټرز خبري اژانس د ځايي خلکو له قوله وايي، چې اتومي ريکټر کې يې د درنې چاودنې غږ واورېده او د اور لوګي يې په خپلو سترګو وليدل.

د نيويارک د اټومي بټۍ وياند ايليوټ برينر وايي، چې ټرانسفرمر اور اخيستی و او د پنځه ويشتو دقيقو په ترڅ کې يې د اور وژنې ادارې په ملاتړ اور وژلی او دم ګړۍ د ګواښ څه نه شته.

د نيويارک چارواکي وايي، چې پېښه ډېره خطرناکه وه، مګر د اتومي ريکټر کارکوونکو او د سيمې اوسېدونکو ته په کې هېڅ ډول ځاني زيان نه دی اوښتی.

د اټومي ريکټر مسؤولين وايي، چې تر اوسه د پېښې لامل نه دی په ډاګه شوی او هڅه کوي، چې د پېښې لامل په ګوته کړي او راتلونکي کې له داسې پېښو د ژغورنې لارې چارې وسنجوي.

د يو بل خبر له مخې د امريکا مسي سپي ايالت کې د ناڅرګندو بريدګرو په ډزو کې دوه پوليس وژل شوي دي.
رويټرز خبري اژانس وايي، چې د مسي سپي هاټیسبرګ سيمه کې ترافيکي پوليس د ګزمې په حال کې و، چې نا څرګندو بريدګرو يې پر موټر ډزې وکړې او دواړه پوليس يې ځای پر ځای ووژل.

پوليس وايي، چې بريدګرو د پوليسو موټر له ځان سره تښتولی او د هټیسبرګ اورګاډي مرکز ته څېرمه يې دغه موټر د لارې پر سر پرېښی او بريدګر په تېښته بريالي شوي دي.

د مسي سپي ايالت ښاروال د سيمې له اوسېدونکو غوښتي، چې د تاوژنو حالاتو له مخې بايد خپلو کورونو کې وواوسي.

د مسي سپي ايالت چارواکي وايي، چې ۱۹۸۴ز کال راهيسې دا لومړی ځل دی، چې دې ښار کې پوليس وژل کيږي او دوی د پېښې تړاو جدي پلټنې پيل کړي دي.

د يادونې وړ ده، چې له تېر يو کال راهيسې د امريکا په ګڼو ايالتونو پر پوليسو د نا څرګندو وسله والو له لوري بريدونه روان دي او تر اوسه يې د لسګونو امنيتي ځواکونو ژوند اخيستی دی.

امريکايي چارواکي وايي، چې د دغو بريدونو تر شا د اسلامي دولت لاس دی او دغه ډله د کورونو او ودانيو په پټو خونو کې خلک د انټرنيټ په مرسته بريدونو او چاودنو ته هڅوي او د امريکا امنيت يې له ګواښونو سره مخ کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x