نړۍ

درسول الله صلی الله علیه وسلم کاریکاتور جوړونکی باندی برید ترسره شو

Lars-Vilks-laeen(نن ټکی اسیا فبروری ۲۰۱۲/۰۲/۲۲) سویډن: درسول الله صلی الله علیه وسلم کاریکاتور جوړونکي باندی هغه وخت دیوي ډلی ځوانانو له لوري دهګیو په واسطه برید تر سره شو، کله چی نوموړی په یوه پوهنتون کی د بیان د ازادي د محدودیت په هکله وینا کوله، پولیس وایی دبرید له امله لارز ویلک کوم چا چی د رسول الله صلی الله علیه وسلم کاریکاتور جوړکړی وو، ته زیان نه ده رسیدلی.

دغه برید تیره ورځ دسویډن په ښار کی کارلسټاډ پوهنتون کی هغه وخت رامنځ ته شوو کله چی دغه نوموړی دبیان دازادي دحدودو په اړه وینا کوله.
پولیس وایی تر اوسه پوري د دوي له لوري د پیښي په تړاو څوک نه دی نیول شوی، ولي څیړنی روانی دی.
۶۵ کلن کارتونست لعين هغه وخت له سختو ګواښونو سره مخ شو کله چی نوموړي په ۲۰۰۷ کال کی یوی ډنمارکی ورځپاڼي له لاري د رسول الله صلی الله علیه وسلم ۱۲ کاریکاتوره چاپ کړو.
نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x