افغانستان

غزني: طالبانو د ملي اردو چورلکه رانسکوره کړې

نن ټکی اسیا (يکشنبه، غويي ۲۰مه ۱۳۹۴ل): د غزني ولايت ناوې ولسوالۍ کرب دين سيمه کې طالبانو د ملي اردو يوه چورلکه رانسکوره کړې او پنځلس عسکر په کې وژل شوي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د دوی سرتېرو نن سهار اته بجې د ناوې ولسوالۍ کرب دين سيمه د نوې او پرمختللې وسلې په واسطه د ملي اردو پر چورلکې ډزې وکړې او دغه پوځي چورلکه يې رانسکوره او پنځلس سپاره عسکر يې په کې ووژل.

د کرب دين سيمې اوسيدونکي وايي، چې دوی په خپلو سترګو وليدل، چې چورلکې په هوا کې اور خيستی و، پر ځمکه له پرېوتو سره يې ټوله سپارلۍ وژل شوې دي.

د مجاهد په وينا نسکوره شوې چورلکه د طالبانو پر ضد د عملیاتو په موخه سيمې ته راغلې وه، چې د دوی د سرتېرو له لوري وويشتل شوه.

د روانې اونۍ په ترڅ کې دا دوهمه چورلکه کې ده، چې طالبان يې غزني کې رانسکوروي.
دولتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x