
رښتينې هيښوونکې کيسه
ژباړن: حمدالله دانشمند
د الله جل جلاله په رضا کې مرګ غوره دی ، تر ژوند د هغه (ج) په ناخوښۍ کې!
يو تجار حکايت کا : يوه شپه په خواږه خوب په خپل کور کې ويده وم …
ناڅاپه دروازه يو چا په درز _ درز وټکوله ، که ګورم يوه ځوانه ، د لمر په څېر ښايسته مخې ښځه په در وازه کې ولاړه ده …!
راته يې کړه : د لوږې له لاس کړېږم که څه راکړې ؟!
ما له څه خبرو پس خپل نفس کابو نه شوای کړای ور نه مې دنفس (زنا) مطالبه وکړه ! په شرمناکه لهجه يې وويل : په مرګ خوښه يم ، نه د الله (ج) په نافرماني ، او ناخوښې …! بېرته يې په هغه لور موخه کړه چې راغلې وه !!.
څه موده پس بيا نوموړې ښځه راله او د زاريو پلو يې و غوړاوه دتېر په څېر يې رانه د څه غوښتنه وکړه…!
ما هم د تېر په شان ترې د نفس د اشباع (مړيدو) غوښتنه وکړه ،نوموړې بيا هم انکار وکړ ، او ويې ژړل !!!
زه سمدستي کورته لاړم ، دامې هغالته په داسي حال کې پرېښوده چې نوره لوږې مرګ ته ور نږدې کړې ده ، بيايې را غږ کړ دالله (ج) د رضا ، او خوښۍ په وجه ليږ څه راکړه چې ويې خورم …؟!
ما ورته بيا د انکار خوله کږه کړه !، د تېر په څېر مې بيا ترېنه د زنا غوښتنه وکړه …
نوموړې نېکه مېرمن بياروانه شوه په خوله يې دا وينا جاري وه : د الله (ج) تر عذاب ( چې زنا او بدعملي يې لامل دی ) ؛ خو نو راته مرګ ډېر غوره دی !!
ما هم پسې څار ونيو نوموړې له ځان سره څه نظم زم زمه کوې …..(په نظم کې دالله (ج)عظمت (لويې) او کبريا ستايې د خپلې بې وزلې ، نادارې ښودنه ورته کوې ، او له خپله نفسه ورته شکايت کوې ، له نوموړي سړي سره له خپلې ماجری پرده پورته کوې …!
په نظم کې يې داسې هيښوونکې کيفيت انځور کړی چې هر څوك يې په ليدو ، اوريدو اغېزمنېږي!!
دايې روستنی نظم دی :
(سأتلفها في نيل حبك سيدي!***
عسی ان استوجب القرب والعتقا!***
ژباړه : په بيړه به خپل روح ستا له محبت نه ځار کړم ای الله (ج)
شايد تاته در نږدې ، او له عذاب نه دې لري شم!!)
تجار وايې : وينا يې په ما دومره اغېز وکړ ، چې نور مې د کاڼي په څېر سخت زړه داسې نرم شو چې ورته د ايمان رڼا په ډېره اساني لاره و مونده ، د ايمان په ستر نعمت برخمن شوم ، ايمان مې قبول کړ!!!!!
نوموړې ته مې وويل : را وګرزه چې زما په کور کې کوم خوراکې توکې شته او تاته خوښ وې له هغوی نه خوراك وکړه ، څومره چې وړای شې هغومره در سره يوسه خاص د الله (ج) د خوښۍ په موخه !
نوموړې نيکې مېرمنې و الله (ج) ته لاس لپه کړ ، او ويې ويل : (اللهم کما انرت قلبه .. فاجب دعاءه…) اى الله لکه چې دې زړه په ايمان روښانه کړ ته يې دعا هم قبوله کړه خالي لاس يې مه پرېږده !!
الله (ج) يې دعا قبوله کړه نوموړې ښځه يې په حلاله نکاح د تل له پاره د ژوند ملګرې کړه !!
او دابدې ژوندون له پاره يې د خپل حقيقي مالك له لوري د تلپاتې خوښۍ ، او نيکمرغۍ سند تر لاس کړ – ان شاءالله – (وماذالك على الله بعزيز).
له کتاب صلاح البيوت څخه.
الله عزوجل دی ونازه وه ته همیشه ښه لیکنی کوی
له ښې پېرزوينې دي يوه دنيا مننه ښاد , او اباد اوسې وروره !.