د نن سرلیکنه

د سوله ییزو هلوځلو پرمهال جګړه ییز ګواښونه

نن ټکی اسیا ـ سرمقاله: په قطر هیواد کې د پګواش مؤسسې په منځګړیتوب تر جوړې شوې غونډې یوه اونۍ وروسته په شمال کې د ګډ حکومت یو مهم چارواکي او د بلخ ولایت سرپرست په شمال کې د جګړې او په یاده سیمه کې د ولسي خوځښتونو د رامنځته کولو ګواښ وکړ.

په کار خو دا وه چې د یادې غونډې تر جوړیدو وروسته د ګډ حکومت په شمول ټولو د افغان قضیې دخیلو لوریو په هیواد کې د جګړې د خاتمې لپاره هلې ځلې زیاتې کړې او په پګواش غونډه کې خپلو کړیو تعهداتو ته پر ژمن پاتي کیدو ټینګار شوی وای.

خو د شمال د بي سیاله واکمن ښاغلي جنرال عطاء لخوا په دغه حساس وخت کې د سوله ییزو هلو ځلو پرځای د جګړې ګواښ هغه تریخ پیغام دی چې د افغان غمیزې د اوږد ولو لپاره ډیر څه له ځانه سره لري.

د پګواش تر غونډې وروسته د افغان قضیې یوه مهم اړخ (طالبانو) په خپل رسمي دريځ کې د بین الأفغاني تفاهم پر اصل په باورلرلو سره د سولې په اړه خپل موقف په داسې توروکې څرګند کړی و چې د عامو افغانانو هیله مندي ورسره زیاته شوه.

په دې کې شک نشته چې د افغان غمیزې په لابحراني کولو او اوږدولو کې ډیر خارجي جهات دخیل او هغوی هیڅ کله نه غواړي افغان ولس دي تریوه مقتدر افغان شموله حکومت لاندې راټول شي .

همدا جګړه ییز جهتونو د خپلو مصالحو تحفظ د افغانانو په هیواد کې د جګړې د اور په بلولو او په هغه باندې په تیل پاشلوکې ویني ، کله هم چې په افغانستان کې د جګړې د خاتمې امکانات پیدا کیږي او هغو ته د افغانانو هیله مندي پیدا کیږي سمدستي یې د غه جګړه ییزجهتونه په مقابل کې اقدام کوي او هغه له منځه وړي.

ښاغلی عطاء نور چې په افغانستان باندې تر امریکايي یرغل وروسته د شمال بلامنازع حاکم پاتې شوی د خپل قلمرو په ساحه کې د هرچا تسلط د خپلو منافعو پر خلاف بولي او د هغه پر خلاف اقدام کوي ، آن که دا تسلط د مرکزي حکومت تسلط هم وی خو د ده مزاج یې نشي قبلولای .

چې په یوه هیواد کې ، د یوه حکومت تر سیوري لاندې د غه ډول مستقلانه مزاج په خپل ذات کې د استقلال طلبي او هیواد ویشنې معنا لري .

جنرال عطاء د هیواد دیوه متنفذ شخصیت په توګه کولای شوای چې خپل هدف ته د رسیدو لپاره یې د جګړه ییز ګواښ پرځای د شمال ولس ته سوله ییز پیغام ورکړی، او له هغوی څخه یې د سولې د تحقق په لاره کې مرسته غوښتې وای ، خو دا چې په دې حساس وخت کې بیاهم نوموړی خپل هدف ته رسیدل د جګړه ییزو ګواښونو له لارې متحقق بولي او لاهم پرجګړه ییز سیاست ټینګار کوي له دې څخه مالومیږي چې د افغان لانجې بهرني محرکین لا هم په دې هیواد کې د سولې ټینګښت د خپلو منافعو خلاف ګڼي او د ټولو هغو فرصتونو د له منځه وړلو هڅه کوي چې د جګړې خاتمې ته زمینه سازي کوي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
khalid

عطا… دی لاړ نشی خطا ده که محقق ده او که دوستم ګلم جم یا هم دی ایساف مفتیان او یاهم که نور تش په نامه د روسانو د وخت جهادی قومندانان دی چی اوس صلیبیانو ته چوپړ وهی دا کسان نور په نابودی محکوم دی او دا څرګندونی خاص ددی لپاره کوی چی که وکولای شی څنګه ځان له نابودی نه دیو څو نورو ورځو لپاره وساتی ولی دا کار به هیڅ فایده ورته ونه رسوی بلکه نور به هم ددوی په ذلت تمامه شی دوی که رښتیا هم غواړی چی ځان له نابودی نه وساتی باید توبه وباسی… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

زما په اند ، پخوانی ملحد او منافق جنګ سالاران چه د مظلومو انسانانو په وینو یی مردار جسمونه پنډ شوی ، او د هماغه حرامو څخه حرام بچی زیږولی اوس هغوی هم ورسره په دغه مردارو کی لګیا دی د مظلومو انسانانو غوښی شپیلوی او بادارانو ته یی غلاموی او په دی واسطه له بادارنو هم اجوره تر لاسه کوی ، د هغوی د پاره ملت همدغه غلامه اداره ملت دی ، د دوی ګټی د ملت ګټی دی که دوی ماړه وو ملت موړ دی ، دا چه دوی کله وایی چه مونږ ډيری لاسته راوړنی لرو هدف… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x