افغانستان

طالبانو د کندوز د امنیتي مسوولینو څرګندونې «پروپاګند» بللې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): د کندوز والي وايي چې د کندوز په روانو جګړو کې يې ګڼو طالبانوته مرګ ـ ژوبله اړولې ده.

د نوموړي په وینا د وژل شويو طالبانو په منځ کې ۱۸ بهرني طالبان دي چې جسدونه يې له دوی سره موجود دي.

طالب وياند ذبیح الله مجاهد د کندوز د والي له لوري دغه ډول څرګندونې «پروپاګند» بللې دي او ويلي يې دي چې ګډ حکومت دې د ۱۸ وژل شویو له منځه یوازې د یو تن جسد رسنیو ته وښايي.

نوموړي پخپله ټويټر پاڼه لیکلي چې د دوی دښمنانو ماتې خوړلې او په وينا يې نه شي کولای چې په دې ډول «پروپاګند» له خلکو نه حقایق پټ کړي.

د ګډ حکومت د کورنیو چارو وزارت بیا په خپله تازه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې يې ۵۱ تنه طالبان وژلي دي.

طالبانو د کورنیو چارو وزارت له لوري شوې دغه دعوه هم رد کړې ده او ويلي يې دي چې «موږ دغه پروپاګند ردوو، دښمن غواړي خپله پرلپسې ماتې د تشو تبلیغاتو له لارې توجیه او یا هم پټه کړي.»

د کورنیو چارو وزارت په داسې حال کې د خپل پرمختګ او د مقابل لوري د ځپلو خبر ورکوي چې طالبانو نن د بادغیس جویند ولسوالي نیولې، په غزني کې يې د اردو چورلکه غورځولي او د غزني مرکز ته څېرمه يې په ګڼو پوستو لا هم جګړه روانه ساتلې.

په شمال کې د وروستیو نا امنیو په اړه بیا د بلخ والي عطامحمد نور هم اندېښمن شوی دی او ويلي يې دي چې که دولت د طالبانو په وړاندې بې وسه وي، دی به خپل پخواني جنګسالاران راحاضر کړي.

سیاسي شنونکي پر دې اند دي چې جنرال عطاء د هیواد دیوه متنفذ شخصیت په توګه کولای شوای چې خپل هدف ته د رسیدو لپاره یې د جګړه ییز ګواښ پرځای د شمال ولس ته سوله ییز پیغام ورکړی، او له هغوی څخه یې د سولې د تحقق په لاره کې مرسته غوښتې وای.

د دوي پر نظر دا چې په دې حساس وخت کې بیاهم عطامحمد نور خپل هدف ته رسیدل د جګړه ییزو ګواښونو له لارې متحقق بولي او لاهم پرجګړه ییز سیاست ټینګار کوي له دې څخه معلومیږي چې د افغان لانجې بهرني محرکین لا هم په دې هیواد کې د سولې ټینګښت د خپلو منافعو خلاف ګڼي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

عطانور دی دپخوانیو تجربو نه ورپه یاد کړی چی دوی ټول د همدی جنګسالارانو سره له مزاره وتښتید او دامظلوم ملت یی ورته پریښود نو بیا د څه لپاره غوری او باټی وهی. په دی پوه شه چی دا د کاکا زامن درسره نوی ته دلته ټینګیدای شی ؟ نه خو ښه به داوی چی ددی افغان وژنو څخه لاس واخلی او په خپلو کی سره کښینی او دی خارجی وحشیانو ته نور ځای په دی پاکه او مقدسه خاوره کښی نشته.

محمد بهادر باوری

دقدرت لیونی خپلو خواهشاتو کی ډوب دی حتی تردی چه په حقایقو پردی اچوی او په دی مظلوم ملت باندی زره قدر زړه سوی نلری یا الله دظالمانو دظلم کشتی نوره ډوبه کی او ددی مظلوم او بیچاره ولس عرض په خپل دربارکی ومنی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x