د تاریخ جوړونکو باتورانو شهادت د طالبانو په استقلالیت باندې یوه بله ګواهي

mullah-ubaidullahڅو ورځې وړاندې د پاکستان په یوه جهنمي زندان کې د شهید الحاج ملا عبیدالله آخوند رحمه الله د شهادت ځورونکی خبر د دوی کورنی ته ورسېد چې د همدې خبر په اساس اسلامي امارت هم د یوې اعلامیې په ترځ کې په رسمي توګه د یادې ضایعې په اړه ژوره خواشیني وښوده او د نوموړي باتور شهید د مظلومانه او مرموز شهادت تر شا یې د ککړو وحشي عاملینو غندنه وکړه او له پاکستاني چارواکو څخه یې هم د ریښتینو توضیحاتو غوښتنه وکړه.

شهید الحاج ملا عبید الله اخوند چې د افغانستان اسلامي امارت د عالیقدر امیر المومنین نائب او د ملي دفاع  وزیر پاته شوی وو،  د پاکستان په جهنمي زندان کې یوازې او یوازې پدې ګناه چې سوچه مسلمان او ریښتینی افغان دی بندي وو.

که مونږ د شهید ملاعبیدالله اخوند رحمه الله د ژوند او مظلومانه شهادت په اړه هر څومره ډېرې لیکنې هم وکړو نو تر هغه به بیا هم ډېرې کمې وي چې ددوی لوړ او مبارز شخصیت پکې انځورېدلای شي، ځکه چې د شهید ملا عبیدالله اخوند رحمه الله ټول ژوند سر تر پایه له جهاد، برحقې مبارزې، زړورتیا، مردانګی، سرښندنې، اسلام پالنې او له وطن سره له بې درېغه مینې او اخلاص څخه ډک وو، همدا ټکي دي چې د دوی په باتوری او تاریخي شخصیت باندې دلالت کوي چې د لمر په څېر یو داسې روښانه حقیقت دی چې کله به هم په دوو ګوتو پټ نشي.

د شهید ملا عبیدالله اخوند رحمه الله مظلومانه شهادت که له یوې خوا په عامه توګه د افغانستان د وولس او په خاصه توګه اسلامي امارت لپاره یوه لویه ضایعه ده خو له بلې خوا څخه د ټولو هغو اشخاصو په خولو باندې یو کلک ګوزار دی چې د ازادي غوښتونکي سپېڅلي ملي افغاني مقاومت په لمن باندې له افواهاتو ډک دښمنانه او حسودانه تهمتونه پورې کوي، د اسلامي امارت د مشرانو متین عزم او د نړی په سطحه مثالي قربانی دي چې د روان مقاومت په سپېڅلتیا، ازادی، استقلال، حریت او خپلواکه اراده باندې دلالت کوي. دا او دې ته ورته پېښو له مخې جوتیژي چې د جهاد او اسلام دښمنان په څومره زیار او سپین سترګی سره غواړي چې د برحقه مقاومتونو او خوځښتونو سپېڅلې بڼه او ملي اسلامي ماهیت د خپلو درواغجنو تبلیغاتو تر ککړ سیوري لاندې راولي او پدې توګه خپلې ناولې څېرې په جذابو او زړه راښکونکو نقابي څرمنو کې پټې وساتي.

په پاکستاني جهنمي زندان کې د الحاج ملا عبیدالله اخوند رحمه الله شهادت او ددې تر څنګ د ښاغلي ملابرادر اخوند او استاد یاسر (فک الله اسرهم) او همدارنګه د اسلامي امارت د لسګونو نورو مشرانو د نامعلوم برخلیک مثالونو ته په پاملرنې سره په بشپړ ډاډ ویلای شو چې د افغانستان د اسلامي امارت د برحقه او اړین خوځښت په اړه شایع شوي پوچ افواهات او تورونه په بشپړه توګه بې بنیاده او له حقیقت څخه لیرې دي.

د حیرانتیا ځای هم دا دی چې یو شمېر داسې ښاغلي هم شته چې د افغانستان اسلامي امارت او د طالبانو تحریک په پټو سترګو له این او آن سره په وابستګی او غلامی سره تورنوي په داسې حال کې چې  دوی خپله بیا په پاکستان او افغانستان دواړو کې ازادانه هستوګنه لري او لدې ځایونو څخه د نړی و ټولو هېوادونو ته په ازادانه توګه رسمي او غیر رسمي سفرونه او تګ راتګ کوي، ځنې یې بیا د نړی په ګوټ ګوټ کې  رسمي دفترونه او نمایندګان لري او حتی چې د تماس شمېرې یې د عامو او خاصو په لاسرسی کې دي، د لیدو، ارتباط او دید او بازدید له ټولو اسانتیاوو، امتیازاتو او حقوقو څخه بشپړ برخمن دي، لرې له دې چې یو لدې ښاغلو څخه دې هم په زندان کې پروت وي خو لدې ټولو سره سره بیا هم په ډېره بې شرمی او بشپړې سپین سترګی سره ټول مجاهدین په بهرنیو جاسوسي کړیو پورې تړي او د دوی د لاس محصول یې نوموي بې خبره لدې چې په خپله بیا د شخصي مصلحت، بې حیایی او ذلت په تر ټولو ژورو پولو کې ژوند کوي (پهلوان زنده خوش است)

که چېرته د افغانستان په د ننه کې د لاسپوڅو وحشي زندانونو، پاکستان کې د غلام حاکم نظام جیلونو او د صلیبي دښمنانو د بې شمېره زندانونو په لړ کې یوازې د ګوانتانامو زندان ته نظر وکړو نو بې له ځنډه به دې نتېجې ته ورسیژو چې په یادو ټولو زندانونو کې په افغاني کچه یوازې او یوازې د افغانستان د اسلامي امارت اړوند باتور طالبان، مجاهدین او د دوی مشران په نظر راځي، خو لدې حقیقت سره سره، لکه ځنګه چې پورته یې یادونه وشوه، ځنې بیا هم په پوره بې باکی او نهایت بې شرمی سره خپل ستوني شلوي او د حق په پلویانو باندې د این و آن د وابستګی تورونه پورې کوي چې تر ټولو ډېر دوی پخپله یادو کړیو او جاسوسي سازمانونو ته په وفاداری او اخلاص کې منتسب او د شهرت په درجه کې تر غوږونو پورې پکې ښکېل او تورن دي.

سربېره پر دې چې د اسلامي امارت سر لوړي مجاهدین د خپلې مبارزې پر برحقه مسیر باندې د هیڅ چا د صحت او تایید مُهر ته اړتیا نلري، نو ښایي چې الله ج به دا ځل د شهید ملا عبیدالله اخوند رحمه الله د شهادت په وسیله چې په خپل ځای کې بې له شکه یوه لویه ضایعه ده، هغو ساده لوحو، غولېدلو او ړندو لپاره  د هدایت او د دوی د ویدو ضمیرونو د ویښتابه وسیله جوړه کړې وي چې د مکار دښمن او د دوی د ذلیلو لاسپوڅو د پوچو تبلیغاتو او تورونو تر تاثیر لاندې راغلي دي په داسې حال کې چې د دوی نیتونه او تورونه اسلامي امارت او باتورو مجاهدینو ته د دوی د برحقه مبارزې په متین مسیر کې هیڅ ډول ګواښ نشي رامنځ ته کولای په جز ددې چې د مسلمانو افغان مبارزینو د غوښو په خوړلو سره هم خپله دنیا او هم آخرت له تباهی سره مخ کوي. افغان دښمنه لاسپوڅي او د دوی وحشي یرغلګر باداران دې په دې ښه سر خلاص کړي چې شهادت، زندان، ځورول، تعذیب، شکنجه، افترا، اتهام، تورونه، له ها او دې سره تړل او یا هم د مجاهدینو د انشعاب هڅې د دعوت او جهاد د مسیر په وړاندې ددې لارې نه بېلېدونکي او لاینفک اجزا او د اسلامي خوځښتونو د سپېڅلتیا او حقانیت له نښو نښانو څخه دي چې حتی انبیا علیهم الصلوت والسلام هم ورڅخه  مستثنې نه دي پاته شوي.

بې له شکه چې د قهرمان شهید ملا عبیدالله اخوند د شهادت دردناک خبر به په هېڅ ډول د اسلامي امارت د باتورو مجاهدینو په متین عزم او اوچتې روحیې باندې نه یوازې چې منفي اثر پرې نه باسي بلکه لا به یې مضبوط او ټینګ کړي او د همدې شهیدانو وینې به د تاریخي اقدارو په تابناکه بڼې سره د اسلامي امت راتلونکو نسلونو ته د روښانه مشال په توګه قایم او دایم پاته شي، هغه چې د تلپاتې ژوند په لور له خپل قهرمان امیر سره د وداع په وخت کې د حال په ژبه وایي چې:-

هرګز نمیرد آنکه دلش زنده شد به عشق – – – ثبت است بر جریدهء عالم دوام ما

انالله و انا الیه راجعون

 

احمد فارسی

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د