افغانستان

دویم تعقیب- کندهار: سرتېري برید لسګونو عسکرو ته مرګ ـ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): نن سهار شاخوا اوه بجې د کندهار ښار د پنځمې حوزې اړوند د ملي امنیت د چټک غبرګون پر قطعي ډله ییز سرتېری برید وشو، چې پکې ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالبان وايي چې بريد د دوی ملګرو ترسره کړی او پکې يې د ملي امنیت اړوند دېرش تنه کارکوونکي وژلي او ټپیان کړي دي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې لومړی د دوی يو سرتېري بريدګر ملګري له چاودېدونکو توکو ډک مازدا ډوله موټر د ملي امنیت د چټک غبرګون قطعې له دوه پوړيزې ودانۍ سره وجنګاوه، چې وروسته نورو بريدګرو ته لاره خلاصه شوه.

د کندهار امنیتي مسوولین هم مني چې پر ياده ودانۍ لومړی د موټر بم بريد وشو او ورپسې سرتېري بريدګر ودانۍ ته ننوتل، چې یو نیم ساعت يې مقاومت وکړ.

د کندهار د والي وياند صمیم خپلواک وايي چې دم ګړۍ جګړه پای ته رسېدلي او په خبره يې د تلفاتو په اړه معلومات نه لري.

طالبان وايي چې د موټر بم حملې ملګري يې ميراجان کندهاری نومېده، چې دوو نورو بريدګرو عبدالمالک اغا او رحمت الله ته يې لاره هواره کړه.

د خبرپاڼې له قوله: «په دې اتلوال بریدکې ددښمن تر ۳۰ تنو زیات دجاسوسي شبکې غړي قتل اوټپیان شول اوپه دې سربېره دروند مالي زیان هم ورواوښت.»

یاده دې وي د طالبانو د سږنیو عملیاتو له پیله ۱۶ ورځې تېرېږي، چې پوځي شنونکو د پخوانیو عملياتو په پرتله ګړندي او توند بللي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x