افغانستان

لوګر: ازره، څرخ او خروار ولسوالۍ له سقوط سره مخ دي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، غويي ۲۰مه ۱۳۹۴ل): د لوګر ولايت اوسېدونکي او ولايتي شورا وکيلان وايي، چې د دغه ولايت خراوار، ازره، څرخ او ګڼې نورې ولسوالۍ د سقوط په درشل کې دي او که مرکزي حکومت بېړنۍ مرستې ونه کړي، نو د خروار او ازرې په ګډون ګڼې سيمې به ډېر ژر د طالبانو لاس ته ولويږي.

د لوګر د ولايتي شورا غړی عبدالولي احمدزی وايي، ازره ولسوالي عملا د طالبانو لاس کې ده او هر وخت کولای شي، چې په ډېره اسانتيا د ولسوالۍ پر مرکز بريد وکړي او دغه ولسوالۍ له سقوط سره مخ کړي.

د ازرې ولسوال حميدالله حميد وايي، که مرکزي حکومت ورته بېړنۍ مرستې را ونه ليږي، نو ازره ولسوالۍ به ډېر ژر د طالبانو لاس ته ولويږي.

حميدالله حميد زياتوي، چې د لوګر، وردګو او شاوخوا سيمو څخه سلګونه طالبان ازره کې ځای پر ځای شوي او غواړي پر ولسوالۍ ډله ييز بريد وکړي او ولسوالۍ سقوط سره مخ کړي.

ولسوال زياته کړه، چې له اوو کالو راهيسې د ازرې او د ولايت مرکز پل علم لار طالبانو تړلې او که د کورنيو چارو او دفاع وزارتونه ورته بېړنۍ مرستې راونه رسولې، ازره ولسوالۍ به طالبانو ته پريږدي.

د ملي امنيت عمومي ريس رحمت الله نبيل هم وايي، چې طالبان غواړي د ازرې ولسوالۍ له ستراټيژيک موقعيته ګټه پورته کړي او نوموړې ولسوالۍ ونيسي.

نبيل زياتوي، که ازره سقوط کوي، نو د کابل سقوط ورسره شونی دی، خو دوی به پرې نږدي، چې ازره ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولويږي.

بل پلو د خروار ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې له مرکز پرته د دغې ولسوالۍ ګڼې سيمې د طالبانو په واک کې دي، دولتي چارواکي له ولسوالۍ د باندې هېڅ سفر نه شي کولای او د بهرنيو مؤسسو پروژې او کارونه د طالبانو له لوري اداره کيږي.

د خروار اوسېدونکي وايي، که مرکزي حکومت ژر تر ژره دغې ولسوالۍ ته بېړنۍ مرستې را ونه رسوي، نو دا ولسوالي به ډېر ژر د طالبانو لاس ته ولويږي.

همدا رنګه د څرخ ولسوالۍ يو قومي مشر حاجي نعمت الله نن ټکی اسيا سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د لوګر والي يار محمد اميري، د ولايت نور چارواکي او د څرخ ولسوالۍ مسؤولين په اداري فساد بوخت دي او د دغې ولسوالۍ ګڼې سيمې د طالبانو په لاس کې دي.

د نعمت الله په وينا طالبان د څرخ ولسوالۍ په هره سيمه کې پراخ فعاليتونه لري او خلک هم خپلې دعوې او حقوقي مسايل د حکومت پر ځای پر طالبانو حل و فصل کوي او دولتي ولسوال يوازې د ولسوالۍ تر مرکزه محدود دی.

د څرخ اوسېدونکي هم وايي، چې طالبان کولای شي، په ډېره لنډه موده د څرخ ولسوالۍ مرکز ونيسي.

د يادونې وړ ده، چې د طالبانو د سږنیو پسرلني عملیاتو له پیله ۱۶ ورځې تېرېږي او د نظامي چارو د شننونکو په اند د پخوانیو عملياتو په پرتله ګړندي او توند دي.

نن هم د عزم عملیاتو په لړ کې د هېواد د زیاتو سیمو څخه د طالبانو له لوري د ګڼو بريدونو او چاودنو خبرونه ورکول شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
omar

ﺧﻮﻭاﻫﺸﻤﻨﺪﻳﻢ اﺧﺒﺎﺭ ﻫﻤﻴﺸﻪ ﺑﺮاﻱ ﻣﺎ ﻟﻂﻒ ﻧﻤﻮﺩﻩ ﻓﺰﺳﺘﻴﺪ ﺑﺎاﺣﺘﺮاﻡ

بی نوم

خه ده چی تر لاس لاندی یی وی دی ولسوالیو ته نه دی خاین دولت خدمت وکړ او نه به یی هم د دین ستنی ورغوی نو یو ځل بیا د همدی سیمی د پختنو بدبختی بیا شروع سوه

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x