دحوت دریمه دیرغلګرو په وړاندې ولسي پاڅونونو ته الهام بښونکې ورځ

Afghan-men-shout-anti-U.S-slogans-in-Jalalabad-February-22-2012نن د۱۳۹۰ هجري لمریزکال دحوت دمیاشتي دریمه ورځ ده.

۳۲ کاله مخکې په همدې ورځ دتاریخي کابل په زړه کې دروسي یرغلګرو پخلاف  ددغه ښار مسلمانو اوسیدونکو په یوه پراخ ولسي پاڅون لاس پوري کړ ، په دغه پاڅون کې کابلیو ځوانانو، پیغلو، ولسي خلګو،دمکتبونواولیسوزده کوونکو،دپوهنتون محصلینو او ټولوښاریانو ګډون کړی وه،  او ټولو دالله اکبر په ویلو سره ، مړه دې وي  شورویان  او مړه دي وي دهغوئ خلقي او پرچمي غلامان  شعارونه ورکول .

که څه هم  دهغه وخت  وحشي  اشغالګرو او بي ضمیره ملګرويي دننیو یرغلګرو اوملاتړو په څیر ددغه ولسي پاڅون دخاموشه کولو او له منځه وړلو لپاره  خپل ټول  وس وکاراوه او په خالي لاسو پاڅون کوونکویې  بي صرفي  مرمۍ و  اورولې خو  پاڅون کوونکو دتیري کوونکو  په دغو  وحشیانه کړنو څه پروانه کوله او دپاڅون لمنه په ډیره چټکي سره دکابل ښار ټولو ساحوته وغزیدله.

 دحوت   ددریمې په تاریخي  پاڅون کې  دځوانانو ترڅنګ  دهغوئ غیرتي خویندو هم  فعاله برخه لرله چې دهغوئ له منځه  داتلې شهیدې  ناهید تاریخي کارنامه او  شهادت  به  دافغاني تاریخ  په پاڼوکې دتل لپاره   په زرینو تورو لیکلی پاته وي.

دکابل دغه  ولسي پاڅون  په ټول هیواد کې دیرغلګرو شورویانو په خلاف   وسله وال پاڅون ته لاره هواره کړه  او له دغه  پاڅون څخه په الهام اخیستلو سره  په ټول هیواد کې  دشورویانو او دهغوئ  د بیدینه  مزدورانو خلقیانو اوپرچمیانو په خلاف  سرتاسري پاڅونونه پیل شول  چې بالاخره دشوریانو په خلاف دافغانانو ملي پاڅون  اوجهادي مقاومت   دپیړۍ معجزه وبلل شوه او په پای  کې یې  شوروي  سره امپراتورۍ له خپل ټول غرورو اوتکبرسره  په خپلو  توفاني څپوکې رانسکوره کړه .

نن مونږ  دخپل هیواد دغه تاریخي ورځ  په داسې مهال کې لمانځو چې په هیواد مو  دشوروي یرغل په  ځاي  امریکايي یرغل کرغیړنه څپه غوړولې  ، نن هم  دپرونيو شین سترګو وحشیانو په څیر په زرګونو ژیړ مخې  اوتورمخي  یرغلګر په هیواد مسلط  او دپرنیو بي ضمیره  خلقیانو او پرچمیانو په څیر يي یې ډیر شمیر  دین  پلورلي  بیغیرتان  په چوپړکې دي .

همدا نن او پرون ورځ مونږ ولیدل چې  امریکایي یرغلګرو په خپل ترټولو لوي مرکز بګرام کې  دقران کریم ۳۰۰ټوکه  دبي حرمتي په غرض اورته وغورځولې او دنورو په سلګونو تیریو او وحشتونو په تعقیب یې  یوځلې بیا په علني توګه  دمسلمانانو دترټولو سترمقدس کتاب توهین  تکرارکړی.

مسلمان افغانان دحوت ددریمې ورځې  دیاد ژوندي کولو په غرض په عملي توګه دیرغلګرو امریکایانو  ددغه عمل دغندنې په منظور په کابل  ننګرهار او دهیواد په نورو برخو کې په  قهرجنو مظاهرو لاس پوري کړ او ځینو خويي په خالي لاسونو  دانتقام  په غرض  دامریکایانو تر پوځي مرکزونو پوري ځان رسولي.

دکرزي دبیواکې ادارې  پردي  پال چارواکي دببرک کارمل دګوداګي رژیم دچارواکوپه څیر په ځای ددې چې  دامریکایانو  ددغو  غیر انساني کړنو مخنیوی وکړي  له هماغو  یرغلګرو سره یوځای  دمسلمانو مظاهره چیانو په ټکولو او  ویشتلو لاس پوری کړ او دخبري رسنیو  په حواله  تراوسه پوري یواځې په ننګرهارکې  دوه تنه مظاهره  کوونکي  ژوبل شوی هم دي.

افغانستان په خپل تاریخ کې  دحوت  ددریمې  تاریخي ورځې په څیر ډیرې نورې ویاړمنې ورځې هم لري  چې هره  یوه  یې داشغالګرو په وړاندې  ددې غیرتي ولس په قهرمانیو اوحماسو  شاهدي  ورکوي   .

اجنبي اشغالګرو ته په کار ده  چې  ددغه غیرتي ولس  له تاریخي  سابقې  په عبرت اخیستلو سره نور ددې مسلمان غیرتي ولس دایل کولو خیال  له سره وباسي   اونور دافغانانو له ځورنې او دهغوئ دمقدساتو له سپکاوي لاس واخلي .

په پای کې  دحوت  ددریمې  دغیرتي شهیدانو حماسه ژوندۍ  اوسپيڅلې  ارواوې دې خوشاله وي.

 

شاهد (غزنیوال )

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close