افغانستان

کابل: يو ځل بيا د څارنوالانو موټر د سرتېري بريدګر هدف وګرځيد

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): څو شېبې وړاندې د کابل په لويديځ کې پر دارالامان سړک د درنې چاودنې غږ واورېدل شو.

سیمې ته څېرمه ځينې سرچينې وايي چې چاودنه یوه سرتېري بريدګر د دولتي مامورینو پر موټر کړې ده، خو د تلفاتو په اړه يې معلومات نه لري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د بريد مسوولیت منلی او پخپله ټویټر پاڼه يې لیکلي چې د کابل ښار په شپږمه حوزه کې د دوی سرتېري بريدګر ملګري د څارنوالانو کواسټر موټر په نښه کړی او دروند زيان يې اړولی.

دولتي سرچینو تر اوسه د پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

څو ورځې وړاندې هم پر همدې سیمه کې د څارنوالانو د لېږد موټر د یو سرتېري بریدګر هدف وګرځيد، چې ۲۰ څارنوالان يې پکې ووژل او نږدې همدومره نور ټپيان شول.

یاده دې وي نن په کندهار کې هم دریو تنو سرتېرو بريدګرو د ملي امنیت د چټک غبرګون پر قطعې د بريد په پایله کې دېرشو تنو ته مرګ ـ ژوبله واړوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x