fbpx

د عثمانیانو انکشاریه پوځیان او له هغوی نه د اروپایانو وېره

حامد افغان
انکشاریه لفظ د ترکي ژبي ” یکني جاري ” معرب دی یعني نوی پوځ، دا د عثماني خلافت د پوځ ځانکړی پیاده پوځیان وو، دوی ځانګړې نښي، بیل تشکیل او امتیازات لرل، انکشاریه پوځیان په ترکي پوځ کې تر ټولو پیاوړي او ډېر اغیز لرونکي وو. په دقیقه توګه د انکشاریه پوځ د جوړولو نیټه نه ده معلومه، خو مؤرخين لیکي چې غالباً په کال: ۱۳۲۴م کې لومړي اورخان د انکشاریه پوځ تشکیل کړی ده.

د اورخان لومړي وزیر او مشر ورور علاء الدین یو هوښیار مشاور لاره چې قره خلیل نومیدی، هغه علاء الدین ته مشوره ورکړه چې د پوځیانو کورنۍ باید چاڼ کړو او له هغوی نه تکړه او هوښیار ماشومان راټول کړو، له خپلو کورنیو یې بیل کړو، د هغو ځانګړی کنډک تشکیل کړو، په دقیقه اسلامي روزنه یې سمبال کړو او دا چې عثماني خلیفه به د دوی روحي پلار وي، او د دوي یواځنی کار به جګړه وي.

دا کوچني ماشومان به په خاصو ځایونو کې ساتل کیدل، له پوځي زده کړو سره هغوی ته نور ګڼ شمیر انساني او دیني علوم هم تدریس کیدل، د زده کړو په مهال هغوی په دریو ډلو ویشل کیدل، لومړۍ ډله د عثماني حلفاو په قصرونو کې د کار کولو له پاره روزل کیدله، دویمه ډله په دولت کې د لویو او ځانګړو اداري کارونو له پاره روزل کیدله، او دریمه یې د پیاده پوځ ځانګړې ډله وه، او دا ډله یې تر ټولو زیاته وه.

انکشاري پوځ به خامخا د سلطان په قیادت کې جنګیده، او دا لزوم د اورخان له وخته ورته ټاکل شوی و، نو ځکه به په هره مهمه جګړه کې د سلطان شتون هم لازمي ، خو دا امر یې سلیمان القانوني لغوه کړ او د خپل یوه قومندان تر مشري لاندي یې هغوی ته د جګړې اجازه ورکړه،

یوه بله عجیبه یې دا وه چې انکشاریه پوځیان ټول له تصوف سره هم تړلي وو، او د تصوف له ” البکتاشیه ” طریقې سره، کیسه داسي وه چې کله اورخان د انکشاریه جوړولو کار پیل کړ هغه مهال ترکيي ته له خراسانه یو مشهور علوي نسبه ولي ورغی چې محمد بکتاش ولي نومیدی، انقرې ته په 180 کیلومیتره کې یو کلی و په هغه کې هستوګن شو او وروسته دا کلی د ده په نوم ونومول شو، دا سړی بیخي زیات مشهور شو او زیاتو خلکو د برکت ترلاسه کولو په نیت اړیکي ورسره نیولي، سلطان اورخان ته هم د دې ولي خبره ورسيدله، دی پخپله له څو انکشاریه پوځیانو سره ورغی، هلته یې محمد بکتاش ولي ښه استقبال وکړ او دعاوي یې ورته وکړې، له دې وروسته انکشاریه له ده سره په اړیکه کې پاته شول او دا اړیکه یې دومره پیاوړې شوه چې وروسته به خلکو انکشاریه پوځیان د الحاج بکتاش زامن بلل.

د انکشاریه پوځیانو روزنه په جهاد او د شهادت په مینه باندي شوې وه، په پیل کې دوی د واده اجازه هم نه لرله وروسته بیا برابر عمر ته د رسیدلو په وخت د واده اجازه ورکړل شوه، د دوی جګړییز مهارت او فداکاري بیخي متل وه او هر چا منله، مؤرخين لیکي چې د عثماني خلافت ګڼ شمیر لوی فتوحات د انکشاریه ځلمیانو د مټو برکت وو، دوی به هر وخت د جګړې په مهال د پوځ په سر او زړه کې قرار لاره، په اروپا کې د عثمانیانو ټول پرمختګ د دوی په لاس رامنځته شوی دی، د دوی د ځواک او پیاوړتیا په اړه لویدیځوالو مؤرخینو هم ډېر څه لیکلي دي، د جرمني یو مستشرق بروکلمن لیکي: انکشاریه پوځ د عثماني پوځ تر ټولو پیاوړی ټولی و او د دې پوځ د ملا د تیر حیثیت یې لاره، فرنګی مؤرخ ګرانټ لیکي: د انکشاریه پیاده پوځیانو وسلې ته د سپرو پوځیانو له هغې زیات اهمیت ورکیده، او ددعثماني دولت ټوله تکیه په انکشاریه پوځ وه.

په هالينډ باندي د هسپانيه له خوا بریدونه کیدل، د هالنډ حکومت عثماني خلیفه سلیمان القانوني ته پلاوی وروليږه او د مرستي له پاره یې پوځیان ورنه وغوښتل، عثماني خلیفه هالنډي پلاوي ته د انکشاریه پوځیانو د مخصوص لباس څلویښت جوړې ورکړې او ورته ویې ویل چې د جګړې په مهال خپلو پوځیانو ته دا جامې ورواغوندئ، هغوی همداسي وکړل، کله چې د هسپانویانو او هالنډیانو جګړه رامنځته شوه هسپانویانو د دښمن په لومړي صف کې انکشاریه پوځیان ولیدل او پوه شول چې عثمانیانو پوځ ورکړی دی په منډه یې د جګړې له ډګره پښې سپکي کړې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د