د هلیکوپتر الوتکو په هوايي برید د ښونځي اته ماشومان ټپیان شوي دي

boyinjuredنن ټکی آسیا: د ننګرهار په ولایت کې د بهرنیانو عسکري هلیکوپتر الوتکو پر یوې ښونځي ډزي کړي، چي له کبله یې د اته تنه کوچني زده کونکي او د ښونځی یو تن کارکونکی ټپي شو.

د ننګرهار ولایت د والي ویاند احمد ضیاء عبد الزي رسنیو ته ویلي چي نن سهار د اتو بجو په شاوخوا کې د ښيوې ولسوالۍ د کاشکوټ په سیمه کې د بهرنیانو هلیکوپتر الوتکو پر یې ښونځي ډزې وکړې، چي له کبله یې نهه تنه ټپیان شول.

نومړي ویلي چي په ټپيانو کې ځیني ماشومي انجوني او د ښونځی یو تن ملازم هم شامل دی.

احمد ضیاء زیاته کړې چي تراوسه دوی ته د برید هدف نه دی څرګند شوی، خو دوی یې په اړه پلټني پيل کړي دي.

ویل کیږي چي د هوايي برید له کبله د ښونځي ودانۍ ته هم زیان رسیدلی دی.

په ختیځ کې د ایساف د ځواکونو مطبوعاتي چارواکو د پيښي پخلی کړی، او ویلي چي دوی يې په اړه تحقیقات کوي.

تر اوسه ددې پيښي په اړه د افغان دولت له خوا کوم رسمي غبرګون نه دی ښودل شوی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د