fbpx

ډيموکراسي؛ يعنې کفر ـ دويمه برخه

اسحاق اختر

په تېر پسې

د ډيموکراسې دکفر بل دليل دقانون اونظام ټاکلو واک دی:
په لومړۍ برخه کې د ډيموکراسۍ په تعريف کې د لومړي بند (د خلګو حکومت) څېړنه د اسلام له نظره وکړه اوس د ډيموکراسۍ په تعريف کې د دويمې او وروسته برخو څيړنه د اسلام له نظره کوو. د ډيموکراسې تعريف داسې وو: (د خلکو حکومت د خلکو په لاس د خلکو لپاره) دويم بند د(خلګو په لاس د خلګو لخوا) دی. د ډيموکراسۍ په تعريف کې د دويم بند په اساس سره نظام او قانون دواړه دخلکو لخوا ټاکل کيږي.

خلک چې هر ډول نظام غواړي د اکثريت په پريکړه هغه دځان لپاره ټاکلی شي، دا نظام که د الهي قانون موافق وي او که مخالف وي، مګر چې اکثريت يې غوره کړي، هم هغه به قايميږي. ځکه خلک په نظام ټاکلو کي پوره واکدار ګڼل کيږي.

همدارنګه په ډيموکراسې کې لکه څرنګه چې نظام د خلکو په خوښه سره ټاکلی شي، قانون هم د خلکو په خوښه او رايه سره جوړيږي، هر عمل چې خلک يې د ځان لپاره مشروع ګڼي، هغه مشروع دی او کوم کار چې د ځان لپاره نامشروع ګرځوي هغه نامشروع دی، لنډه دا چې د حلال او حرام، جايز او ناجايز، د صحيح او غلط … ټولو ټاکل او وضع کول د خلکو په خوښه سره کيږي، او هغه څوک چې ددې قانون نه سرغړونه کوي هغه مجرم او د سزا مستحق بلل کيږي.

څرنګه چې انسانان الله تعالی پيدا کړي دي او دځمکې خلافت يې ورکړی دی نو هغه ته يې امر کړی دی چې يوازې به زما عبادت کوئ او دين (نظام اوقانون) به يوازې ماته خالصوئ. لکه الله تعالی چې فرمايي:

قُلْ إِنِّي أُمِرْتُ أَنْ أَعْبُدَ اللَّهَ مُخْلِصًا لَهُ الدِّينَ (11) الزمر

ژباړه : ورته ووايه (اې! محمده صلی الله عليه وسلم!) زه په دې آمر شوی يم چې د الله تعالی عبادت به کوم او دين به يوازې هغه ته خالص کوم.

الله تعالی په دې مبارک ايات کې له انسان نه غوښتي دي چې يوازې به زما د نظام او قانون پيروې کوي او له نورو ټولو هغو نظامونو او قوانينو نه به مخ اړوي چې د انسان په لاس جوړ شوي دي، همدارنګه الله تعالی انسانانو ته امر کوي چې تاسو که خلکو ته بلنه ورکوی نو هم يوازې يې زما ددين خواته راوبولئ لکه چې فرمايي:

فَادْعُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ (14) غافر

ژباړه : نو (تاسو) دوی د الله تعالی طرف ته راوبولئ هغه ته د دين په خالص کولو سره که څه هم کافران يې بد ګڼي.

الله تعالی په پورته مبارک ايات کې فرمايي تاسو زما د دين لور ته خلک رابولئ او ستاسو دا بلنه کافران نه خوښوي ځکه کافران نه غواړي چې پر ځمکه د الله تعالی نظام او قانون حاکم واوسي، نو هغه څوک هميشه بد ورته معلوميږي چې هغوی د کافرانو پر ضد د الله تعالی دين ته خلک دعوتوي.

د الله تعالی د دين نوم اسلام دی لکه چې الله تعالی په دې مبارک ايات کريمه کې فرمايي:
إِنَّ الدِّينَ عِنْدَ اللَّهِ الْإِسْلَامُ … (19) ال عمران

ژباړه : بې شکه د الله تعالی په نزد قبول دين د اسلام دی. له دې ايات کريمه نه دوه شيان معلوميږي. يو دا چې د الله تعالی د دين نوم اسلام دی او دويم دا چې د الله تعالی په وړاندې قبول دين د اسلام مبارک دين دی.

موږانسانانو ته يې دا هم ويلي دي چې ستاسو نه زما له نظام او قانون نه پرته بل نظام او قانون هيڅکله هم دقبوليت وړ نه دی لکه چې الله تعالی فرمايي:

وَمَنْ يَبْتَغِ غَيْرَ الْإِسْلَامِ دِينًا فَلَنْ يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الْآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ (85)آل عمران

ژباړه: او څوک چې له اسلام (چې د ژوند نظام او قانون دواړه دي) نه بغير بل دين (نظام او قانون) غوره کړي له هغه نه به هيڅکله هم قبول نشي او هغه به په اخرت کې له تاوانيانو نه وي.

ټول بشريت الله تعالی په هر وخت او ځای کې يوازې په دې آمر کړی دی چې تاسو به يوازې د الله تعالی، د هغه د رسول او ستاسو د شرعي آمير اطاعت او فرمانبردارې کوئ لکه چې فرمايي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنْكُمْ …(59)النسا‌ء

ژباړه : اې مؤمنانو تاسو متابعت وکړئ دالله تعالی او درسول او ستاسو د( شرعي ) آمير.

همدارنګه داسلام دمبارک دين منشاء او سرچېنه الهې وحې دي چې دالله تعالی له طرفه نازليږي. مګر دډيموکراسې او نورو انساني نظامونو او قوانينو منشاء او سرچېنه انساني عقل دی، چې دانسان عقل مکمل نه بلکې ناقص دی. دژوند هر اړخ ته رسيدګې نشي کولای، خپل خير او شر يوازې په ښکاره مواردو کې ليدلاي شي، په غيبې چارو کې هيڅ هم نشي کولای، ځکه په ډيرو مواردو کې انسان او انساني عقل يو کار دځان لپاره خير بولي، مګر هغه يې تاوان وي او کله يې بيا تاوان بولي، مګر هغه يې خير وي. لکه الله تعالی چې فرمايي:

وَعَسَى أَنْ تَكْرَهُوا شَيْئًا وَهُوَ خَيْرٌ لَكُمْ وَعَسَى أَنْ تُحِبُّوا شَيْئًا وَهُوَ شَرٌّ لَكُمْ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ (216)البقره

ژباړه : اوکيدای شي يو شی تاسو بد وګڼئ اوهغه ستاسو لپاره خير وي او کيدای شي تاسو يو شی خوښوئ او هغه ستاسو لپاره شر وي او الله تعالی پوهيږي او تاسو نه پوهيږئ.

که ډيموکراسې ته راشو دخير او شر دټاکلو واک او اختيار يې دانسانانو سره دی يعني که هغوي يو کار خوښ کړي او وايي چې دا زموږ په خير دی نو بس همدا قانون دی او همداسې به کيږي، او که يو کار بد وګڼي نو بس دا قانون دی اوهغه کار به بيا نه کيږي. په داسې حال کې چې ډير داسې حقيقتونه شته چې انسان يې د عقل په واسطه باندې نشي درک کولای، نو طبيعې خبره ده چې د ناقص عقل زيږنده نظر کامل نه وي نواقص او اشتباهات لري. او دا اشتباهات عملاً نن ورځ موږ تاسو په نړۍ کې وينو چې د عقل په واسطه منځ ته راغلي اکثره اصول داسې دي چې انسانيت په شرميږي، په خوله يې يادونه پيغور ورته معلوميږي لکه د همجنسه سره نکاح کول، د حيواناتو سره نکاح کول او نور…

مګر الهي نظام او قانون د انساني فطرت موافق، بشپړه او کامل دی په هر زمان او مکان کې د انسانانو ژوند تضمينوي لکه الله تعالی چې فرمايي:

الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الْإِسْلَامَ دِينًا …(3) المائده

ژباړه : نن ورځ ما ستاسو لپاره ستاسو دين مکمل کړ او خپل نعمتونه مې پر تاسو پوره کړل او ستاسو نه په اسلام باندې راضي شوم.

نو دالله تعالی د همدي مبارک ارشاد مطابق کله چې د اسلام مبارک نظام او قانون مکمل شو نو دمکمل معنا داده چې په دې نظام کې د ژوند هر ډول اړتياوې اونظامونه شته لکه سياسي نظام، اخلاقي نظام، کورنی نظام، اجتماعي نظام، اقتصادي نظام… کله چې دمسلمان لپاره په خپل نظام او قانون کې هر څه وي او دده په خيرهم وي نو هغه بيا کله بل نظام ته ضرورت لري لکه ډيموکراسي، کمونيزم … اونور.

د هغه کسانو په اړه چې انسانان د خالق د نظام پر ځای د مخلوق نظام ته رادعوتوي، د اسلام پر ځای يې ډيموکراسې ته دعوتوي او هغه کسان قتلوي او وژني چې ډيموکراسې نه غواړي اويا يې نه مني، په اړه يې الله تعالی داسې فرمايي:

إِنَّ الَّذِينَ يَكْفُرُونَ بِآيَاتِ اللَّهِ وَيَقْتُلُونَ النَّبِيِّينَ بِغَيْرِ حَقٍّ وَيَقْتُلُونَ الَّذِينَ يَأْمُرُونَ بِالْقِسْطِ مِنَ النَّاسِ فَبَشِّرْهُمْ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ (21) أُولَئِكَ الَّذِينَ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَمَا لَهُمْ مِنْ نَاصِرِينَ (22) ال عمران

ژباړه : بې شکه هغه کسان چې د الله تعالی له اياتونو انکار کوي او (د الله تعالی) انبياء په ناحقه وژني او هغه کسان وژني چې انسانان په عدل (د الله تعالی دين) باندې آمر کوي، نو ته هغوی ته په درد ناکه عذاب سره خبر ورکړه () دوی هغه کسان دي چې په دنيا او اخيرت کي يې عملونه ضايع شول او نشته دوی لره هيڅ کومک کوونکي (د عذاب نه د خلاصون لپاره).

نو اې ډيموکراټانو! د الله تعالی نه وويريږئ مخکې له دې چې د الله تعالی عذاب درباندې راشي توبه وباسئ او الهي نظام ته ځان تسليم کړئ که نه نو د الله تعالی عذاب درته تيار دی…نوربيا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د