افغانستان

دويم تعقیب ـ کابل: سرتېري بريد ۱۸ لوړ پوړي څارنوالان وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): نن مازیګر مهال د کابل ښار شپږمه حوزه کې د څارنوالانو د لېږد پر موټر سرتېري بريد ۱۸ څارنوالان وژلي او ۷ نور ټپیان دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د بريد مسوولیت منلی او ويلي يې دي چې بريد د دوی ملګري ترسره کړی دی، چې پکې يې ۲۵ څارنوالانو ته مرګ ـ ژوبله اړولې ده.

د خبرپاڼې له مخې دغه بريد د ملا نعمت الله اغا په نوم د کندهار اوسېدونکي ترسره کړی دی، چې له ډېرې مودې راهیسې يې دغه کاسټر ډوله موټر څارلی و.

د کورنیو چارو وزارت مسوولین هم د بريد تلفات منلي خو ويلي دي چې درې تنه وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت وياند صدیق صدیقي ویلي چې د وژل شوي او ټپيانو هويت تر دې دمه نه دی څرګند شوی.

یاده دې وي دا په پلازمېنه کابل کې د طالبانو د نویو عملياتو دویم سرتېری بريد، چې پرلپسې د په يوه سیمه کې د څارنوالانو د لېږد موټر په نښه کوي.

څو ورځې وړاندې هم په همدې سیمه کې یو بل سرتېري بريدګر ۲۰ تنه څارنوالان ووژل او همدومره نور يې ټپیان کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
بی نوم

په دې کې شک نسته چی برید کی به کسان وژل سوی وی خو که لږ د باد اندازه کمه شی نو بیا کیدی سی ډیر خلک پری اعتماد وکړی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x