شعـــــرونه

دپښتون بخت

(وړه) دپښتون بخت په قرآن او په پښتو کې دی
چا دواړه بندیان کړل؟ یو په ځېل بل په جلتو کې دی

زر دواړه را وباسه! که غواړې، چې نیکبخته شې
بخت نه په نسب، نه زور، نه زرو، نه رختو کې دی

ژوند د خوځیدو او بدلیدو سره تړلی دی
نه په دریدو، نه کیناستو، نه څملاستو کې دی

لرې کړه چرتونه! په رښتیا تکیه په خدای وکړه!
ورشه! دبري لارښود تیار په جومتو کې دی

رنګ او مزه تل دزمانې سره بدلون مومي
خوند دهرې یوې میوې په ورو ورو نوښتو کې دی

دروند ښه یې په خپله، سپک او سپاند پریږده! چې وځغلي
زور دهرې یوې  ذرې خو نغښتی په هستو کې دی

مه یې لمسوه! چې کاینات به دړې  ـ وړې کړي
ستر خطر هستۍ ته وُړ اتوم په دې وختو کې دی

وروست صلیب یوه نښه د رومیانو د ظلمونو ده
شوم هدف پټ شوی په پلانونو د ناتو کې دی

کبر ددښمن دی، چې په زور دیموکراسي غواړي؟
یا دا چې کوم عیب په مغزو د ارستو کې دی

مسته زمریه ! په ډګر یې بیا وروښیه!
کوم کمال چې ګډ د تا په وینه او بریتو کې دی

خدایه! دکوچۍ دواړه لاسونه په جنت کې کړې
څه راز ئې په پیو، په جواره او مستو کې دی

دواړه ئې په شوق سره سینګار کړل، څومره ښه بریښي
کوم جوهر یې پروت په غنمرنګ مخ او ویښتو کې دی

نه پوهیږم، چیرته دیوه ښه ادب سبق وایي؟
خوږ ناز یې څرګند تر بڼو لاندې په کتو کې دی

وسوم، تکتور سکور شوم په سکروټو دشهلا سترګو
سور اور په کیږدۍ، لمڅي، بړستن او بالښتو کې دی

ته هم ښایسته نجونو ته هیڅ وخت زارۍ مه کوه!
ژوند د یوه ساکښ کله په واک د پریښتو کې دی

مچ او میږی بیل  بیل  بیله ډاره په خندا وایي:
ولې د شاعر(….) ترقیامته په لتو کې دي؟

کاشکي دکالبوت تابوت مې ګران وطن ته وسپاري
خپل وزر يې کش کړل، خیال مې بیا په الوتو کې دی

محمد فاروق (وړ)
زولینګېن ـ جرمني
۲۱.۰۱.۲۰۱۲

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x