افغانستاننړۍ

ولسمشر: د جګړې ځواب په جګړې ورکوو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غوايي ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت مشر، اشرف غني داسې مهال د جګړې ګواښ وکړ، چې د طالبانو سږني پسرلني عملیات د نورو کلونو په پرتله په کم ساري ډول پراخ شوي دي. له څو ورځو راهیسې د شمال په کندز، بغلان، بدخشان، فاریاب او بادغیس ولایتونو کې په پرلپسې ډول د طالبانو په لاس د ولسوالیو د سقوط خبرونه خپاره شوي دي.

د ګډ حکومت له تشکیل وروسته، غني څو ځلې طالبانو ته د جګړې ګواښ وکړ. په هلمند کې يې د ذوالفقار په نامه د طالبانو پر ضد عملیات هم اعلان کړل؛ خو تر دې دمه د دغو عملیاتو د نتیجې په اړه څه نه دي ویل شوي.

غني وویل: «د تپل شوې جګړې ځواب په جګړې ورکوو؛ خو سوله نه هېروو».

اشرف غني چې په نن په کابل کې د کروشیا له ولسمشرې ګرابار ګیتاروویچ سره په ګډې خبري ناستې کې خبریالانو ته خبرې کولې ومنله چې د طالبانو بریدونو زور اخیستی. غني دا هم وویل، چې د سولې هیله «له پامه نه غورځوو».

د طالبانو عملیاتو داسې مهال زور اخیستی، چې ګډ حکومت له پاکستان سره د نژدې کېدا له امله هیله من و چې ښايي طالبان ورسره مخامخ خبرې وکړي. پرون د ګډ حکومت د اجراییه ریاست دویم مرستیال، محمد محقق ومنله چې د «ځینو ګاونډیو هېوادونو» له خوا غافلګیره شوي وو.

د کروشیا ولسمشرې په نننۍ خبرې ناستې کې د طالبانو د عملیاتو په اړه څه ونه ویل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

مسلمانو افغانانو ورونو السلام علیکم : زه چه د دی خبیث تصویر وګورم ، ماته د لینن تصویر را په یاد شی ، صرف په دومره توپیر چه د لینن تصویر په نیمایی عمر کی اخستل شوی وو او د غنی تصویر د هغه د اخری عمر تصویر دی ، یعنی تر زوړ بیزو هم پکی زوړ ښکاری ، بیزو می ځکه یاده کړه چه د دوی مشر داروین عقیده هم دا وه چه هغه او د هغه د عقیدی پلویان ( لکه غنی او نورو ) عقیده هم داوه چه دوی د شادو له جنسه دی . غنی د… نور لوستل »

ساپي

درنولوستونكوپه سلامونوموهركلي كوم . كله مي چي داشرفي دغه سرليك ترسترگوشوچي دجگړي ځواب په جگړي وركوونوعجبه ده چي ترشاه ډراراوترمخي غرارهلته خپل بادارته په زارودي چي دعسكروپه وتلوكي بيړه مه كوه اودبلي خوايي په لاپوشروع كړي زماداند دا ذليله انسانان هيڅ حياء اوشرم نه لري شرم لا پريده دتيروزده كړه هم نه كوي دايووخت ببرك كارمل دروسانومشرانوته كولي چي عسكرموژرمه اوباسئ مگرهيڅ گټه يي ورته ونه كړه اوپه سپيره ميدان يي پريښودل ان تردي پوري چي د درملني لپاره يي ويزي نه وركولي مگربياهم هغه كونډي شوي دنوي بادارسره دنوي ژوندمعامله شروع كړي ده دوي ته دي الله هدايت وكړي… نور لوستل »

غوربندي

د دوهم مفکر ولسمشر تقسیم پر دوه باټې د مجبوریت باټې دي، که دا باټې ونه وهي نو جګړماره ټلواله به یې په هماغه ورځ له صحنې څخه وباسي. کرزی او احمدزی (د دوه لویو قومونو شرم) د ټلوالې محض مامورین دي چې د هغوی د شر و فساد او په جګړه ماری ولاړې پالیسی تمثیلوي. مفکر صیب! تاسو د جګړې باټې وهی خو دا جګړه په چا کوی په هغو چې تاسو ته یې خپلې قیمتي رایې درکړې دي؟ په هغو چې د رایو صندقونو ته یې خپلې تورسرې له کوره را وایستلې؟؟ تاسو د خلکو په رایو معامله… نور لوستل »

ميرويس مجاهد

دا بيچاره ماته ډير غم ځپلې او د قوالۍ ويلو په موډ کې ښکاری۔

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x