ادبي لیکني

د ټولنې، بنسټ، خوځښت او غورځنګ کلمو توپير

زاهد کریمزی
زموږ په اوسنيو خبري ادبياتو کې ډېر کلمې متردافي( هم مانا) ګڼل کيږې؛ خو که ځير شو هره کلمه خپله مانا لري او پرځای يې بله کلمه کارول سم نه دي، يانې هيڅ داسې کلمه نشته چې هغه سل په سلو کې د بلې کلمې مانا وليږدوي. زموږ په اوسني ژوناليزم يا اوسنيو ادبياتو کې د ټولنې، بنسټ، خوځښت، او غورځنګ کلمې په مترادفي کاريږي، چې د کارونه زموږ د موخو په ليږد کې ابهام زيږوي.

رديف په لغت کې دوه پشته ته وايي، يا بله مانا کله چې دوه کسه په يو اس سپاره شي دويم ته يې رديف وايي، نو مترادفه کلمه هم عينې مانا نه لري او دويمه کلمه ده؛ پښتو نوموونه (همنا) يې هم ښه پرځای شوې يانې همنا کلمې نه يو مانا کلمې.

د ټولنې لفظ دوه اړخه لري چې يو يې ټولنيز اړخ دی او بل مانا يې د پورته کلمو سره مترادفه کاريږي، د لومړۍ کارونې دري مانا اجتماع او د دويمې دري مانا چې زيات ليکوال یې اتحاديه کاروي سمه ژباړه يې مجتمع ده.

ټولنه له څنګه يې چې له نوم زيږي راټوليدو يا د راټوليدو ځای ته وايي، يانې ټولنه کوم ځانګړی اداري جوړښت نه لري، زيات ټولنيز رنګ لري او کار يې هم ډېر مبارزوي اړخ نه لري.

بنسټ چې دري معادل يې نهاد دی،خپل ځانګړی اداري جوړښت لري، ټاکلې موخې لري د فعاليت پلان يې اوږد مهاله وي او کار یې څه نا څه مبارزوي شکل لري، موږ بنسټ د يو منظمۍ د ادارې لپاره هم کارولی شو.

د وخت په تېريدو کلمې خپلې مانا بدلوي لکه غورځنګ د يرغل په مانا هم کارول شوی؛ خو په دې ورستي کلونو کې غورځنګ د حاکم فکراو کلتور څخه د بغاوت لپاره وکارول شو، يانې غورځنګ يو ډول انقلابي يا ولسي حرکت دی چې د تغیر لپاره مبارزه کوي.

د خوځښت دري مانا حرکت دی، يو منسجمه فکري مبارزه ده، چې د تغير په موخه هڅې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x